د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د جمعې په ورځ د «Correct the Map» (نقشه سمه کړئ) په نوم پرېکړهلیک تصویب کړ، چې موخه یې د نړۍ د نقشې له لارې د هېوادونو د واقعي مساحتونو لا دقیق ښودل دي.
دا پرېکړهلیک د افریقايي هېوادونو په نوښت وړاندې شوی و او د ۱۶۴ هېوادونو په ملاتړ، د یوه مخالفې رأیې او شپږو ممتنعو رأیو په پایله کې تصویب شو. د پرېکړهلیک له مخې، د «Equal Earth» (برابره ځمکه) په نوم نوې نقشه به د نړۍ د وچو مساحتونه په عادلانه او دقیق ډول وښيي.
د راپورونو له مخې، د پرېکړهلیک ملاتړو ویلي، د نړۍ په پراخه کچه کارېدونکې مرکاتور نقشه د شاوخوا ۴۵۰ کلونو لپاره افریقا د خپل واقعي مساحت په پرتله کوچنۍ ښودلې او د دې لویې وچې د انځور په اړه یې پر رسنیو، ښوونه او روزنه او د نړۍ پر سیاستونو اغېز کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د مرکاتور نقشه په ۱۶مه پېړۍ کې د فلېمېش نقشهجوړونکي جیرارډوس مرکاتور له خوا د سمندري تګ راتګ لپاره جوړه شوې وه. په دې نقشه کې قطبونو ته نږدې سیمې د واقعي اندازې په پرتله لویې ښکاري؛ د بېلګې په توګه، ګرینلنډ له افریقا سره نږدې هماندازه ښودل کېږي، حال دا چې افریقا شاوخوا ۱۴ برابره لویه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس