روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۵۶ نورې پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا وبا ۲۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۹ زره او ۷۴۰ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۶ تنه مړه شوي او ۹۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۰۰۱ ته او بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۸ زره او ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې د کرونا وبا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي او روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس