د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي استخباراتو اداره یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وایي چې له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي.
ویلیم برنز د امریکا سنا ته ویلي چې د بایډن عجولانه پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي.
هغه ویلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس