Home » افغانستان » هند په امنیت شورا کې له افغانستان سره د نړيوال تعامل د بیاکتنې غوښتنه وکړه
پرواتنني هریش

هند په امنیت شورا کې له افغانستان سره د نړيوال تعامل د بیاکتنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار په مقر کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتنني هریش له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د چلند د بیاکتنې غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې یوازې تنبیهي او محدودوونکې پالیسۍ د افغانستان د ستونزو حل نه شي تضمینولی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پرواتنني هریش ویلي چې نړيواله ټولنه باید داسې عملي او اغېزمنې لارې چارې غوره کړي چې د افغانستان خلکو ته مستقیمه ګټه ورسوي او دغه هېواد نور له انزوا سره مخ نه کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره رغنده تعامل او دوامداره ملاتړ اړین دي.
د هند استازي همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) له ماموریت څخه د خپل هېواد بشپړ ملاتړ اعلان وکړ او ویې ویل چې نوي ډیلي د یوناما هڅې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه والي، اقتصادي ثبات او د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې ګڼي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...