د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د افغانستان له حکومت مننه وکړه چې په نورو هېوادونو کې بند پاتې ایرانیانو په را ایستلو کې یې مرسته کړې ده.
عراقچي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وروسته له هغې مننه وکړه چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې ایراني وګړي هرات ته را ولیږدل شول او بیا د ځمکې له لارې ایران ته واوښتل.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس