Home » افغانستان » د بشري مرستو سخت کمښت؛ افغانستان د هېر شوو بشري بحرانونو په نوملړ کې
NRC

د بشري مرستو سخت کمښت؛ افغانستان د هېر شوو بشري بحرانونو په نوملړ کې

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمايي کې د نړۍ د ۱۴۳ میلیونه اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره یوازې ۳۰ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده.
د دې بنسټ سرمنشي یان اېګلنډ روان کال د افغانستان، سوډان او ونزویلا په څېر د بحران ځپلو هېوادونو لپاره برخلیک ټاکونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو کمښت ښايي د پراخو انساني تلفاتو لامل شي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د هېر شوو بشري بحرانونو په نوملړ کې شامل شوی او د بشري مرستو د تمویل کچه یې نږدې ۱۱ سلنې ته راټیټه شوې ده، په داسې حال کې چې له ۲۱.۹ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی چې که بېړنۍ بشري مرستې زیاتې نه شي، نو میلیونونه کورنۍ به له لوږې او بې‌سرپناهۍ سره مخ شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...