د منځنۍ اسیا رسنیو د ازبکستان د ملي اورګاډي ادارې په حواله راپور ورکړی، چې د چين او افغانستان تر منځ د مالونو د لېږد لپاره یې څو-اړخیزه نوې ترانسپورتي لاره پرانیستلې، چې د منځنۍ اسيا له لارې چین له افغانستان سره نښلوي.
راپورونه زياتوي چې په دې لاره کې به کانتینري مالونه د رېلګاډي په واسطه له چین څخه د قزاقستان د «آلتینکول» تمځي په تېرېدو ازبکستان ته ولېږدول شي او وروسته له هغه به پر لاریو بار مالونه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته انتقال شي.
ويل کيږي چې د دې لارې اوږدوالی شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره ده او اټکل کېږي چې مالونه به
په اوسط ډول ۳۰ ورځو کې تر ټاکلي مقصد ورسيږي، چې دا چاره به د ټرانزیټ بهير چټک او اغیزناک کړي.
د يادونې وړ ده تر دې وړاندې، د دې دهلېز مالونه تر ډېره د سمندر لارې له چین څخه د ایران عباس بندر ته لېږدول کېدل او بیا له هغه ځایه افغانستان ته د ځمکنۍ لارې انتقالېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په وروستيو کلنو کې د سوداګري کچه پراخه شوې او ورځ تر بلې ټرانزیټي برخه کې د نويو اسانتياوو لپاره اقدامات پراخ شوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس