د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست رییس، محمد رفیع عظیمي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د دواړو هېوادونو د ګډو اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار کړی او ایراني لوري ته یې د افغانستان د صنعت او کانونو د پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
بلخوا، د ایران سفیر ویلي چې د دغه هېواد خصوصي سکتور چمتو دی، څو خپلې تجربې، تخصص او نوې ټکنالوژي د افغانستان له پانګوالو او خصوصي سکتور سره شریکه کړي. نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړی چې ایراني شرکتونه به په یاد نندارتون کې فعال ګډون وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس