د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ د افغانستان بشري حقونو د مخکيني کمېسيون له رئيسې شهرزاد اکبر سره ليدلي او په افغانستان کې يې د موجوده بشري وضعيت په تړاو ورسره خبرې کړي دي.
توماس ويسټ په دې اړه نن پنجشنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له شهرزاد اکبر سره يې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکيو پر ځپلو او دغه راز په دې هېواد کې د بيان ازادۍ د ساحې پر تنګېدو خبرې کړي دي.
نوموړي زياته کړې چې پر يادو مسايلو سربېره په افغانستان کې د يوه ملي سياسي ډيالوګ پيلېدل يوه اړتيا ده او د دواړو ترمنځ په خبرو کې پر همدې مسئلې هم ټينګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ د افغانستان سرپرست حکومت په يو لړ تازه اقداماتو کې، ښځې او نجونې له تفريحي پارکونو، حمامونو او لوبغالو ته تګ منعه کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس