پنټاګون يا د امريکا دفاع وزارت په يوه تازه راپور کې، چې پرون سېشنبه د (تلې په ۵مه) يې خپور کړی اعتراف کړی، چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د تخليې عملياتو پرمهال په کابل کې د بېپیلوټه الوتکې بريد له امله ۱۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.
دې وزارت په خپل راپور کې زياته کړې، د امريکا دولت تر دې مهال د ياد هوايي بريد قربانيانو کورنۍ ته هېڅ غرامت نه دی ورکړی.
په راپور کې ويل شوي، چې دا بريد له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو يوه ورځ وړاندې د ۲۰۲۱زېږديز کال د اګسټ په ۲۹مه شوی دی او په ترڅ کې يې ۱۰تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د وژل شوو ۱۰ تنو ملکيانو له ډلې ۷ هغه يې ماشومان وو.
په راپور کې ځينې نورو هوايي بريدونو ته چې پر ملکي افغانانو ترسره شوي هم اشاره شوې ده. د پنټاګون د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۸مه يو ملکي وکړی په هرات او د همدې کال د اګسټ په ۱۱مه په کندهار کې هم يو تن د بېپيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی. د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې هم د يوه جلا هوايي بريد پرمهال په کندهار کې ۲تنه ټپيان شوي وو.
پنټاګون د اګسټ په ۲۹مه په کابل کې هوايي بريد غموونکی بللی او ويلي يې دي، چې دا بريد د داعش ډلې د جنګياليو د سوارلۍ موټر په نښه کولو لپاره پلان شوی و؛ خو پنټاګون بيا هم ټينګار کړی، چې پوځيانو يې د دې بريد په ترسره کولو سره هېڅ قانون نه دی مات کړی.
له دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې په کابل کې د ياد بريد قربانيانو کورنيو ته غرامت ورکوي، خو اوس يې خپله اعتراف کړی چې تر دې مهال يادو کورنيو ته غرامت نه دی ورکړل شوی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس