لغمان کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د یوه کمين په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۲۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال د وسله والو طالبانو وژل شوي جسدونه رسنیو ته ور اوښودل.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره سرکونډو بابا سیمه کې د ملي امنیت دقیق راپور په اساس د ملي امنیت، ملي پولیسو، ملي اردو او د نظم عامه ځواکونو له لوري یوځای د وسله والو طالبانو یوې ۲۲ کسیزې ډلې ته کمین نیول شوی و،چې پرمهال یې د قاري روح الله د ګروپ ۱۶ تنه وژل شوي او ۶ نور یې سخت ټپیان شوي.

نوموړی وایي، له وژل شویو وسله والو طالبانو څخه ګڼ شمېر بېلا بېلې وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.

د ملي امنیت رئیس زیاتوي چې د وسله والو طالبانو ترهګریزې ډلې له لوري قاري روح الله چې په دې وروستیو کې له بنده ازاد شوی، د کابل ـــ جلال اباد لوی لارې د نا امنه کولو په موخه ټاکل شوی و، هم په ټپیانو کې شامل دی.
رحمانزوی زیاتوي چې په دې نښته کې د ملي امنیت دوه سرتیري برسیرن ټپیان شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
خو تر دې دمه وسله والو طالبانو د برید په اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته د لغمان امنیه قومندان سمونوال منظور ستانکزي او د لومړۍ پلې لیوا قومندان ډګروال بریالي اورګونوال په خپلو خبرو کې ولسونو ته ډاډمن امنیت، د وسله والو طالبانو ځپل او نورو برخو کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د کابل ـــ جلال اباد د لوی لارې په اوږدو کې وسله والو طالبانو ترهګریزې کړنې کولې چې ددغو وسله والو په وژل کېدو سره به دا لاره لا ډاډمنه او ولسونه به شپه ورځ په ارامه زړه تګ راتګ کولای شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس