د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام (یو اېن ـ هبیتات) ویلي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو په ښارونو کې ژوند کوي، خو د هېواد ډېری ښارونه د دې چټکې ښاري ودې او د نفوس د زیاتوالي لپاره لازم چمتووالی نه لري.
یو اېن ـ هبیتات:«د ځینو عمومي تحلیلونو له مخې، په ۱۹۵۰ کال کې یوازې له هر ۲۰ افغانانو څخه یو په ښارونو کې اوسېده، خو په ۲۰۲۴ کال کې له هر ۴ کسانو څخه یو په ښارونو کې ژوند کوي، او تر ۲۰۶۰ کال پورې اټکل کېږي چې له هر دوو کسانو څخه یو (۵۰٪ نفوس) به په ښارونو کې ژوند کوي»
دې ادارې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د ښاري پراختیا د مناسب پلان نشتوالی، د کورونو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، ترانسپورټ او نورو بنسټیزو اسانتیاوو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کولای شي. د راپور له مخې، د ښاري ودې مدیریت د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس