Home » افغانستان » کاناډا کې امريکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونو وړاندې کول پيلېږي

کاناډا کې امريکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونو وړاندې کول پيلېږي

په کاناډا کې د افغانستان سفارت پرون چهارشنبه د (وري په ۳۰مه) خبر ورکړی، چې په امريکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګيريو له تړل کېدو وروسته به دغلته د مېشتو افغانو لپاره په کاناډا کې کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

په اوتاوا کې د افغانانستان سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا کار د نړيوالو اصولو په چوکاټ کې د کاناډا او امريکا له قوانېنو سره سم کوي. سفارت زيات کړې په دې اړه له دواړو هېوادونو سره همغږي هم شوې ده.

په اوتاوا کې د افغانستان سفارت زياته کړې، چې دغه سفارت په امريکا کې استازی نه لري نو له همدې کبله اړتيا ده چې په امريکا کې مېشت افغانان په مستقيمه توګه له سفارت او يا هم په ټورنټو او ونکور ښارونو کې د افغانستان له کونسلګيريو سره اړيکه ونيسي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نيويارک او لاس‌انجلېس کې يې اړوند کنسلګيرۍ د مارچ په ۱۶مه د مالي ستونزو له امله وتړل شوې او د ودانيو د ساتنې مسووليت يې د امريکا دولت ته وسپارل شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...