نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله. دې پنځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په سوت ایمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې.
نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې پرون چهارشنبې( د چنګاښ۲مه نېټه) هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ټېسټ لوبو پایلوبه کېږي.
د دې لوبو لړۍ ۲۰۱۹ کال په اګست کې پيل شوې وه چې د امتیازونو په ترڅ کې هند او نیوزیلنډ فاینل ته رسیدلي وو.
د کرکټ د نړیوال ټېسټ لوبو بل دور به د روان کال په اګسټ کې پيل شي او تر دوه زره درویشتم کال پورې به هغه دوه لوبډلې په کې معلومې شي چې پایلوبې ته وځي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس