د اسلامي امارت چارواکي وايي، د پاکستان بهرنيو چار وزير شاه محمود قرېشي نن د يوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل راغلی او ټاکل شوې چې د حکومت له ګڼو چارواکو سره به وګوري.
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسيون غړي احمدالله وثيق له رويداد خبري اژانس سره په دې اړه خبرو کې وويل، د اجنډا له مخې به کابل ته د شاه محمود قرېشي د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو چې سوداګري او امنيتي مسايل په کې شامل دي، خبرې وشي.
وثيق دغه راز زياته کړې چې د نوموړي د سفر په اجنډا کې يو مهم بحث د افغانستان حکومت په رسميت پېژندلو ته ځانګړی شوی، چې د پاکستان له پلاوي سره به پرې مفصلې خبرې کېږي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي داسې مهال کابل راځي چې له دې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان په مکرره توګه له نړيوالو غوښتي څو له طالبانو سره کار کولو ته مخه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس