د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کندز – تخار لویې لارې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې دا سړک د ټولګټو وزارت په پيسو د دوراني په نوم د سړک جوړونې او ساختماني شرکت لخوا جوړ شوی دی.
د یاد وزارت د راپور له مخې، چې په دې پروژه کې ۳۲ متره استنادي دېوال، یو کوچنی پول، ۵۴۶ سمنټي لښتي او پر پل د ۲۸۹ په اوږدوالي او ۸ متره سورور اسفالت لایې اچول شامل وو، چې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د کندز – تخار په لویه لاره ترانسپورتي ستونزې تر پخوا حل شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس