کورنیو چارو وزارت وایي چې په دندو کې د غفلت له امله د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې حوزې امرین له دندو لرې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې دغه پریکړه د وزارت د امنیتي مرستیال پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسوولینو سره دلیدنې پر مهال وکړه.
هغه زیاته کړه چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول. امنیتي مرستیال د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار د امنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې زیاتې کړي.
دغه راز په یاده غونډه کې پریکړه شوې چې د کابل ښار د امنیتي حوزو ټولې لوجستیکي ستونزې وارزول شي او په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.
د یادو حوزو امرین او منسوبین داسې مهال له دندو ګوښه کیږي، چې څو ورځې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو ۱۶ توغندي توغول شوي وو، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي وو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس