د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي او د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زايد آل نهيان ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې. په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوعاتو، سیمهييز وضعیت او همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو جریاناتو بحث کړی.
د بهرنيو چارو وزارت وزير همداراز په سيمه کې وروستيو جګړو ته اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې افغانستان غواړي له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان سره ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
په ورته وخت کې، د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې مهمې بللې.
نوموړي همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه ندی بللی او ټینګار یې کړی چې ا.ا دې د ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس