Home » افغانستان » د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نښتو دوام ته اندېښنه ښودلې
International Human Rights Foundation

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نښتو دوام ته اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو نړيوال بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځينو سرحدي ولايتونو کې
د بریدونو له امله د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونې ترسره کړې او جرمي جنايت يې رامنځته کړی دی.

د دې بنسټ په وینا، پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو او هاوان مرمۍ په کارولو سره د ملکي خلکو استوګنيزې سیمې په نښه کړې دي، چې پکتیکا، خوست او کنړ ولایتونه هم پکې شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بریدونه کې «په مستقیم ډول ملکي وګړي او د هغوئ کورونه» هدف ګرځول شوي دي، او تر اوسه لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
ياد بنسټ همداراز زیاتوي چې د درنو وسلو کارول د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر کورنۍ خپل کورونه پرېږدي، او په سیمه کې د یو احتمالي بشري ناورين رامنځته کري.
د بشري حقونو نريوال بنسټ وايي؛«د نړیوالو بشردوستانه قانون او د بشري حقونو له مخې، د جګړې ښکېلې خواوې مکلفې دي چې د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ روښانه توپیر وکړي. پر استوګنیزو سیمو بې‌تفریقه او ړانده بریدونه چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، ښکاره جرمونه بلل کېږي.»
دغه بنسټ له پاکستاني ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره پر ملکي سیمو بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. همدارنګه یې له ملګرو ملتونو او نړیوالو د بشري حقونو بنسټونو څخه غوښتي چې د دغو سرغړونو په اړه جدي څېړنه وکړي او د مسؤلو کسانو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي:
«د جګړې پر مهال د بې‌ګناه خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند ساتنه یو اساسي اصل دی. د انسان کرامت ساتنه او د بشري حقونو د اصولو درناوی په هر حالت کې ضروري دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو کچه لوړه شوې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ نښتې د تېرو څو لسیزو تر ټولو سختې نښتې بلل کېږي، او په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې د ملکي خلکو پر وضعیت ژور اغېز کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...