Home » افغانستان » د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې سیالې لوبډلې ته په پنځوس اورونو کې د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.

په دغه لوبه کې لومړۍ توهنه افغان لوبډلې پيل کړه چې، د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې وکولای شول زمبابوې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکي.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۱۰۴، عبدالمالک ۸۴، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۹* او محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې.

دغه سیالي چې د زمبابوې په پلازمېنې هراري په لوبغالي کې روانه ده، چې افغان لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپ اچونې پاڼۍ پیل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...