
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت مسوولين وايي، په پوهنتونونو کې د حضوري زدهکړو د بيا پيلېدو طرحه له کابینې او همدارنګه کرونا سره د مبارزې کمېټې سره شریکه کړې ده.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان وایې، که چېرې کابينې دا طرحه تاييد کړه نو لوړو زدهکړو وزارت به حضوري زدهکړې پيل کړي،
د دې طرحې له مخې، په ګرم سېرو سیمو کې څلوراوونۍ او په سړو سیموکې له اتو تر لسو اوونۍ پورې محصليونو ته حضوري زدهکړې ورکوي او له هغې وروسته به ترې د پسرلني سمیسټر ازموينه واخیستل شي.»
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان تېره ورځ رویداد خبري آژانس ته وویل چې هر کله دا طرح د کابینې لخوا تایید شي، نو د چنګاښ پر ۲۱ به حضوري درسونه پیل شي.

په ورته وخت کې بیا یوشمېر زده کړیالان له حکومت غواړې کومه طرح چې لوړو زده کړو وزارت ورسره شریکه کړې باید ژر تر ژر دې تایید کړي. ترڅو په پوهنتونونو کې حضوري زده ګړې پیل شي.
بل لوري ته بیا د کانکور آزموینې د اخیستلو موضوع ده، چې تېره ورځ د ولسمشرمحمد اشرف غني دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، چې د عامې روغتیا وزارت په تایید او د کانکور ازموینې او نورو اجتماعي ازموینو اړتیا سره ، دا پلان د کورونا اضطراري عاجل کمیټې تایید کړ.

او د ملي آزموینې کمېټه کولی شي د کانکور ازموینه ترسره کړي. ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان تیره ورځ ویل چې دکانکور آزموینې مشخصه نېټه به دوه ورځې وروسته به له رسنیو سره شریکه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه د کرونا ویروس د خپریدو له کبله ځنډېدلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس