چین کې د ا.ا سفیر بلال کریمي د چین – سويلي اسیا لسم نندارتون په څنډه کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.
د افغانستان سفارت په بیجینګ کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سفیر له افغان سوداګرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې اورېدلې دي.
همداراز بلال کریمي د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او دوامدارو هڅو ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهم دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس