Home » افغانستان » د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې
افغانستان او چین

د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې

چین کې د ا.ا سفیر بلال کریمي د چین – سويلي اسیا لسم نندارتون په څنډه کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.
د افغانستان سفارت په بیجینګ کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سفیر له افغان سوداګرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې اورېدلې دي.

همداراز بلال کریمي د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او دوامدارو هڅو ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهم دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...