Home » افغانستان » د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د قطر په کوربتوب د‌ ګرد مېز ناسته ترسره شوې
د افغانستان لپاره د قطر سفارت

د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د قطر په کوربتوب د‌ ګرد مېز ناسته ترسره شوې

د افغانستان لپاره د قطر سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګرد مېز ناسته ترسره شوې ده، چې پکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د قطر سفارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې مردف القاشوطي د قطر سفیر په کابل کې، جورجیت ګانیون د یوناما سرپرسته، سکاټ سمیت د یوناما د سیاسي برخې مسوول، ذاکر جلالي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي برخې مرستیال، او عبدالحی قانت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ګډون کړی و.
د مالوماتو پر اساس په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو او د دغو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې اترې وشوې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...