Home » افغانستان » د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی
د احصايې او معلوماتو عمومي اداره

د احصايې او معلوماتو عمومي اداره: د ۱۴۰۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او مالوماتو عمومي ادارې د مالوماتو پر بنسټ د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

همداراز ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۰۸ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۴ ښځینه‌وو په ګډون، ۲ زره او ۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.

بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۹۵۸ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۳۷ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۷۰ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د يادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي (۱۷۷۳) د نیمروز بندر او ورپسې ۹۱۳ تنه د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۲۱۵ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۱ تنه د بدخشان اشکاشم بندر او پاتې نور يې د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...