د احصايې او مالوماتو عمومي ادارې د مالوماتو پر بنسټ د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
همداراز ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۰۸ ښځینهوو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۴ ښځینهوو په ګډون، ۲ زره او ۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.
بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۹۵۸ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۳۷ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۷۰ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د يادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي (۱۷۷۳) د نیمروز بندر او ورپسې ۹۱۳ تنه د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۲۱۵ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۱ تنه د بدخشان اشکاشم بندر او پاتې نور يې د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس