د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محاکمه کېدو خبره کړې ده. بایډن د ولسمشر په توګه د خپل کار تر پیل یوه اوونۍ وروسته ویلي چې ډیموکراټان دې د ټرمپ محاکمه کېدو ته چمتوالی ونیسي. د سي ان ان د راپور له مخې، بایډن ...
Read More »اروپایي ټولنه له افغانستان سره ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۳۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ. اروپايي ټولنې نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغې اوومه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې مرستې به تر هغو کسانو ورسیږي چې له کرونا ویروس څخه ډير اغېزمن ...
Read More »ننګرهار کې د شاتو یو لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په دویمه ورځ په دې ولایت کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو معیاري لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارلو. د کرنې وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد لابراټوار د امریکا متحده ...
Read More »امریکا زرګونو افغانانو ته ‘ځانګړې مهاجرت’ ویزې ورکولو بهیر بیا پیلوي
په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت وايي، د افغانانو لپاره د ‘ځانګړي مهاجرت ‘ ویزې ورکولو بهیر او ورکړه د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې بیا پیلوي. په امریکا کې د اوسېدو دغه ډول وېزه هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي ځواکونو یا نورو ...
Read More »محمود قریشي:پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ګڼ پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي او په وینا یې هیله لري چې د ولسمشرغني حکم ژر عملي شي او دغه بندیان خوشي شي. د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ...
Read More »دفاع وزارت:ځانګړو ځواکونو لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ کسان ازاد کړل
د دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه په لوګر ولایت کې د طالبانو له زندانه یو شمېر نظامي او غیري نظامي بندیان خوشي کړي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ ...
Read More »نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته ورسېده
شاوخوا ۱۳ میاشتې مخکې د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته رسېدلی دی. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون چې د کروناویروس په اړه ارقام راټولوي او خپروي، ...
Read More »افغان ولسمشر:طالبان دې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي
ولسمشر غني له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کېدو ټینګار کړی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې په ورځ جنورۍ۲۵ (سلواغې ۶) د کابینې په غونډه کې یو ځل بیا ویلي چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، سوله ...
Read More »ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته په پاکستانيو الوتکو کې د سفر نه کولو سپارښتنه کړې
ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته په داسې حال کې په پاکستان کې د رجسټر هوايي شرکتونو په الوتکو کې د سفر نه کولو خبرداری ورکړی چې اندېښنې دي چې ښايي ځینې پیلوټان د الوتکو الوځلو وړتيا ونلري. د ملګرو ملتونو د امنیتي مديريت ادارې (يو اېن اېس اېم اېس) په ...
Read More »هالنډ پولیسو؛ د نړۍ د مخدره توکیو یو ستر قاچاقبر نیولی
د هالنډ پولیسو یو کس نیولی چې ادعا کیږي د مخدره توکیو د قاچاق یو ستر مشر دی او د مشهورو فراریانو له ډلې څخه دی چې پولیس یې له کلونو راهیسې د نیولو هڅه کوي. دغه کس چې تسي چي لوپ، نومیږي، چینایي الاصله کاناډایي دی او د هالنډ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس