Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 110)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

میانمار کې له کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

رویداد خبري آژانس

د میانمار پوځ د دغه هیواد کنټرول په لاس اخیستی او د یوه کال لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړی دی. د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د میانمار یو پوځي تلویزیون نن دوشنبه فبروري ۱ (سلواغې ۱۳) دغه خبر ورکړی دی. د میانمار پوځ په دغه ...

Read More »

طالبان: که بهرني سرتیري ونه وتل، جګړه روانه ساتو

رویداد خبري آژانس

یوه ورځ‌ وروسته له هغه چې د ناټو ځینو چارواکو وویل داسې نه ښکاري چې د مۍ میاشتې پورې به د دوی ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان وايي که بهرني ځواکونه ونه وتل،‌ خپله جګړه به روانه وساتي. ایران ته تللي‌ د طالبانو د پلاوي غړي وايي‌ چې له ...

Read More »

تاشکند له بین الافغاني خبرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی

رویداد خبري آژانس

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چې تېره ورځ ترسره شوه پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې ...

Read More »

دفاع وزارت:طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

رویداد خبري آژانس

د دفاع وزارت مرستیال وایي، بهرني ځواکونه به د افغانستان شرایطو ته په کتو د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی. میاخیل په ...

Read More »

کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي

رویداد خبري آژانس

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سبو د تولید زیاتوالي او په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره یې خپلې کړنې د خصوصي سکتور په همکارۍ چټکې کړي دي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت ...

Read More »

د پاکستان پوځ یوه الوتکه له چین د کرونا ضد واکسین لومړۍ بسته لېږدوي

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د پوځ یوه الوتکه وړمه ورځ( یکشنبه) چین ته لاړه چې د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بسته پاکستان ته ولېږدوي. په پام کې ده، دغه الوتکه پاکستان ته په چین کې د جوړ شوي واکسین سینوفارم (SinoPharm) ۵۰۰ زره دوزه چې چینايي چارواکو یې پاکستان ته د ورکړې ژمنه ...

Read More »

بایډن د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلانوي

رویداد خبري آژانس

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د وینا په ترڅ کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلان کړي. بایډن له دې مخکې ویلي و چې د مخکېنۍ د ټرمپ د ادارې د څلور کلنې پالېسي لوری به چې لومړۍ امریکا باندې ولاړه وه، بدل ...

Read More »

هنګري کې د کرونا ویروس له امله د لګول شویو محدودیتونو ضد مظاهرې وشوې

رویداد خبري آژانس

په زرګونه کسانو د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د کرونا ویروس له کبله پر لګول شویو محدودیتونو په اعتراض راووتل. مظاهره‌چیانو چې ماسکونه‌یې درلودل، خو په عامه د خلکو د نه‌راټولېدو اصول‌یې تر پښو لاندې کړل. بل‌خوا په پلازمېنه بوداپست کې لږ تر لږه ۱۰۰ رستورانتونو ویلي چې سر ...

Read More »

د اروپایي ټولنې وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

رویداد خبري آژانس

طالب وسله والو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه. د طالب وسله والو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو ...

Read More »

صالح:اسلام اباد د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دی

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې یوه شیطاني طرحه بللې ده. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او ...

Read More »