د خيبر پښتونخوا په پاس يا بره دير کې پر پاکستاني پوځيانو خونړۍ چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي دا چاودنه داسې مهال شوې، چې يوه ډله پوځيان د پاس دير په نصرت دره کې يوې چينې ته د اوبو ...
Read More »عمران خان: په خيبر پښتونخوا کې يې نفوذي پلوياند د ټيټيپي له لوري ګواښل کېږي
د پاکستان مخکينی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې په خيبر پښتونخوا کې يې د ګوند اړوند ايالتي وزيران او د ايالتي اسمبلۍ غړي د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري ګواښل کېږي او له سخت امنيتي وضعيت سره مخ دي. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (زمري په ۱۹مه) ...
Read More »کريميا کې د روسيې هوايي اډه زورورې چاودنې لړوزلې
اوکرايني چارواکو ادعا کړې چې د روسيې له لوري په نيول شوې کريميا سيمه کې د روسيې په هوايي اډې کې دننه درنه چاودنه شوې او په ترڅ کې يې د دې هېواد هوايي اډې زياته پيمانه مهمات له منځه تللي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي يوه نږدې سلاکار ميخايل ...
Read More »امريکا کې يو افغان وګړی د دوو کسانو د وژلو په تور نيول شوی
د امريکا په نيو مکسيکو ايالت کې پوليسو ويلي، چې يو افغان وګړی يې په دې ايالت کې د دوو کسانو د وژلو په تور نيولی او څېړنې يې ترې پيل کړي دي. اسوشيېټيډ پرېس په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې پوليسو د نيول شوي کس نوم محمد ...
Read More »شمالي وزيرستان کې چاودنې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو د بمي چاودنې له امله، يو شمېر پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځي چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په پرونۍ پېښه کې ټولټال ۳ پوځيان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي ...
Read More »ګوټريش: د اروپا پر لويې اټومي بټۍ د روسيې بريد اټومي خطر پېښوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د اوکرايني چارواکو هغه ادعا چې پر زاپوريژيا اټومي بټۍ يې د روسيې ځواکونو د بريد په اړه کړې، اندېښنموونکې وبلله او زياته يې کړه، چې دا کار د ځان وژنې د عمل په مانا دی. نوموړي نن دوشنبه د (زمري په ۱۷مه) د ...
Read More »اسرائيلو او فلسطين جهادي ډلې له درې ورځنۍ جګړې وروسته اوربند اعلان کړ
اسرائيلو او د فلسطين په غزې کې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ په نوم فعالې ډلې په خپلو کې له درې ورځنۍ جګړې وروسته د اوربند اعلان کړی. د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د تېرې جمعې په ورځ له هوايي بريد سر، د ...
Read More »سرچينه: پکتيکا کې ښايي د ټيټيپي مهم قومندان خالد خراساني وژل شوی وي
د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په افغانستان کې د يوې سرچينې له قوله راپور کړی، چې ښايي په پکتيکا کې د شوې چاودنې په ترڅ کې د تجريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې يو مهم قومندان عمر خالد خراساني وژل شوی وي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټيټيپي ...
Read More »ټرمپ: که د پلوسې مخنيوی ونه شي، دا ښځه به امريکا ګډه وډه کړي
د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسې پلوسې سفر غندلی دی. نوموړي پرون په ټکزاس ايالت کې خپلو پلويانو ته د وينا پرمهال نيوکه کړې، چې نانسې پلوسې تايوان ته په سفر کولو سره لوبه د ...
Read More »په غزې کې د اسرائيلو د بريد له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته پورته شوی
فلسطيني چارواکو خبر ورکړی، چې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د فلسطين د اسلامي جهاد نومې ډلې پر وړاندې له هوايي بريدونو وروسته راکيټي بريدونه پيل شوي دي. د چارواکو په خبره، نن يکشنبه د (زمري په ۱۶مه) هم په غزې کې څو راکېټونه چې د اسرائيلي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس