Home » سیمه او نړی (page 185)

سیمه او نړی

برازیل کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو شمېر له ۱۳۱ زرو واوښت

رویداد خبري آژانس

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، برازیل کې تر دې دمه له ۴ میلیون او ۳۳۰ زرو نه ډېر کسان پر کرونا وبا اخته شوي، چې له ډلې یې ۱۳۱ زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. نړۍ کې بیا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو ...

Read More »

شمالي وزیرستان کې؛چاودنې ۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

رویداد خبري آژانس

د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د امنیتي پوستې تر څنګ چاودنې څلور پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا چاودنه په میرانشاه کې د پوځیانو پوستې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې پوځیان له ګزمې څخه د راستنېدو پر مهال ...

Read More »

د پاکستان یو عدالت عیسوي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې

رویداد خبري آژانس

د پاکستان په لاهور کې یو عدالت عیسوي اصف پروېز ته د مذهب سپکاوي ډکو پیغامونو استولو په تور د مرګ سزا اورولې ده. اصف پروېز ۳۷ کلن دی او ورته د سېپټېمبر پر اتمه د لاهور عدالت د هغې مقدمې په ترڅ کې سزا اورولې چې د ۲۰۱۳ز کال ...

Read More »

مومندو کې د غره ښوېدو له کبله۲۳ تنه وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د مومندو په ساپو تحصیل کې د مرمرو کاڼو د یوه غر ښوېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته ورسېد، د چارواکو په وینا ښايي درې تنه نور هم تر کنډکپرو لاندې وي چې د موندلو او رااېستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي. په وروستیو رااېستل ...

Read More »

امریکا د لبنان دوه مخکیني وزیران په تور لیست کې شامل کړي

رویداد خبري آژانس

امریکا د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۸مه (وري ۱۸) د لبنان حکومت د دوو پخوانیو وزیرانو نومونه په تور لیست کې لیکلي دي. پر دغو سیاستوالو تور پوری شوی چې له حزب الله ډلې سره اړیکې پالي. ایران له حزب الله څخه ملاتړ کوي او امریکا پر دغې شیعه ...

Read More »

پاپ: له کووید-۱۹ نه باید سیاسي او اقتصادي ګټه پورته نشي

رویداد خبري آژانس

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي رهبر پاپ فرانسېس پرون د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۹مه (وږي ۱۹مه) ویلي چې هېڅوک باید له کروناویروس نه اقتصادي او یا سیاسي ګټه وانخلي او د واکسین جوړونکي دې باید دا کار یواځې د عاید د لاسته راوړلو لپاره ونکړي. د کروناوېروس له خپرېدو ...

Read More »

د بیلاروس حکومت اپوزیسیون: ښايي ‘ماکسیم زناک’ نیول شوی وي

رویداد خبري آژانس

په بیلاروس کې داپوزیسیون د تنظیمولو مسئولین وايي، داسې معلومېږي چې په بیلاروس کې د هغوی وروستی ازاد ملګری ماکسیم زناک هم نیول شوی دی. د زناک ملګرو، توت ته چې په روسي ژپه خپرونې کوي ویلي چې زناک باید نن د انټرنېټ له لارې یوه مرکه ورکړې وای خو ...

Read More »

یمني وسله والو د سعودي عربستان پر یوه هوايي ډګر برید کړی

رویداد خبري آژانس

حوثي یاغیانو له اتو بې پيلوټه الوتکو په استفادې د سعودي عربستان پر ابها هوايي ډګر بریدونه کړي دي. د یمن نظامي چارواکو ویلي چې دوی د سعودي عربستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې ددغه هېواد په جنوب کې پر ابها هوايي ډګر بریدونه کړي دي. ددوی په ...

Read More »

القاعده ډلې؛یمن، امارات او اسراییل ته ګوت‌څنډنه کړې

رویداد خبري آژانس

وروسته تر هغه چې اسراییل د اماراتو تر ملاتړ لاندې د سقطري په نامه جزیرې ته ننوتل، القاعده ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن، امارات او اسراییل ته ګواښ کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته اسراییل د یمن سقطري جزیرې ته یو ګام نور هم ...

Read More »

پاکستاني چارواکي:محسن داوړ مو میلمه و

رویداد خبري آژانس

محسن داوړ مو میلمه و نن بېرته رخصت شو په کوټه کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پارلمان غړی محسن داوړ یې اسلام اباد ته لېږدولی دی. د چارواکو په خبره، نوموړی یې نن تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د کوټې هوایي ډګر ته لېږدولی او ...

Read More »