په عربي اماراتو کې د حقونو فعالې علاء الصديقي د لندن په يوه روغتون کې هغه مهال ساه ورکړه چې د نوموړې موټر له ټکر کېدو وروسته ياد روغتون ته ور وړل شوې وه. علاء الصديقي په عربي اماراتو کې د بشري حقونو د برخې مهمه فعاله وه او د ...
Read More »د پوتين او بايډن له لېدنې وروسته د روسيې سفير واشنګټن ته ستون شو
د امريکا او روسيې ولسمشرانو تېره اوونۍ د سويس په جينوا کې سره ولېدل او د نورو مسايلو ترڅنګ يې پر دې هم هوکړه وکړه چې د واشګټن او مسکو ترمنځ د اړيکو بیا عادي کولو په موخه به د دواړو هېوادونو سفيران بېرته خپلو دندو ته ستنېږي. خو تازه ...
Read More »پاکستان؛ د طالبانو له لوري د اختطاف شوي امريکايي د خلاصون هڅې کوي
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې حاضر دي څو د امريکا له حکومت سره د هغه امريکايي وګړي په خلاصون کې مرسته وکړي چې د ۲۰۲۰کال په جنوري کې د وسلهوالو طالبانو له لوري له کابل څخه اختطاف شوی و. امريکايۍ رسنۍ ABC نيوز په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د ...
Read More »بينيت: نړيوال دې د ايران اټومي هوکړې ته له ستنېدو وړاندې ښه غور وکړي
د اسرئيلو لومړی وزیر نفتالي بينيت د ايران په ولسمشريزو ټاکنو کې د ابرهيم رئیسي بريا په اړه خواشيني وښوده او نوموړی يې جلاد وباله. بينيت چې پرون يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) يې د کابينې لومړنۍ غونډه پرانېسته وويل، رئيسي په ايران او نړۍ کې پر دې مشهور دی ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د جګړې له امله پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان TTP او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې او په ياده نښته کې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ پاکستاني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبر پاڼې په خپرولو ...
Read More »پر جنسي تيري تورن مفتي عزيز الرحمن ونيول شو
د عزيز الرحمن په نوم هغه مفتي چې څو ورځې وړاندې يې پر خپل زدهکوونکي د جنسي تيري وېډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته او پورته کېده، د پوليسو له لوري ونيول شو. د پاکستان پوليسو خبر ورکړی چې نوموړی يې نن يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) له څو ځله ...
Read More »ارمنيايان نن په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکوي
د ارمنيا خلک نن يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) په پارلماني ټاکنو کې د ګډون او رايې ورکولو په موخه د رايو مرکزونو ته راوتلي دي. د ارمنيا لومړی وزير نېکول پاشينيان تمه لري چې دا ځل ټاکنو کې به د خلکو له پراخ باور سره مخ شي او د ...
Read More »برازيل کې د کرونا له امله ۵۰۰زرو ته د مړو شمېر رسېدو خلک پارولي
د برازيل په سرا سر کې زرګونه کسان د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۹مه) وروسته له هغې د پراخو لاريونونو په موخه لارو او کوڅو ته را ووتل، چې په هېواد کې يې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۰۰زره تنو ته ورسېد. دوی نېوکه ...
Read More »شمالي وزيرستان کې ۳ ځايي اوسېدونکي نامالومو وسلهوالو وژلي
په قبايلي سيمو کې د هدفي وژنو په دوام سره تازه په دوو جلا پېښو کې، د شمالي وزيرستان درې تنه اوسېدونکي وژل شوي دي. ځايي اوسيدونکي وايي، دواړه پېښې پرون شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) رامنځته شوي. د دوی په خبره لومړۍ پېښه په ميرعلي کې هغه مهال رامنځته ...
Read More »ابراهيم رئيسي د ايران ولسمشريزې ټاکنې وګټلې
د ايران ټاکنو ملي کمېسيون نن د (غبرګولي په ۲۹مه) د دغه هېواد د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د تازه پايلو له مخې د يادو ټاکنو مخکښ نوماند ابراهيم رئيسي د ټولټال رايو ۶۲ سلنه ترلاسه کړي دي. د ټاکنو ملي کمېسيون له دې اعلان سره د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس