Home » سیمه او نړی (page 118)

سیمه او نړی

له ايران سره پر پوله د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښې

د بلوچستان ايالت اړوند د پاکستان او ايران ترمنځ پر ګډه پوله، د پاکستاني پوځيانو پر پوسته وسله‌وال بريد شوی چې په ترڅ کې يې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده. ځايي اوسېدونکو ويلي، چې وسله‌والو د پاکستاني پوځيانو پر پوسته د سپکو او درنو وسلو شديد ...

Read More »

عمران خان: د افغانستان جګړې پرمهال پاکستان ډېر زيانونه زغملي

د پاکستان لومړي وزير عمران يو وار بيا د افغانستان جګړې پرمهال د خپل نېک کردار د ترسره کولو په اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې دغه مهال پاکستان هم ډېر زيان زغملی دی. نوموړي پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) په اسلام‌اباد کې د يوې غونډې پرمهال ...

Read More »

د هند هرناز سندو د نړۍ د ښکلا جايزه وګټله

په اسرائيلو کې د نړۍ د ښکلا مليکې د نومونې په موخه د پيل شويو سياليو په ترڅ کې، د هند هرناز سندو وتوانېده چې ځان د ۲۰۲۱ زېږديز کال د ښکلا مليکه کړي. دا سيالۍ له دوو اونيو راهيسې د اسرائيلو په ايلات ښار کې روانې وې. د ښکلا ...

Read More »

د اسرائيلو لومړی وزير د سوداګريزو اړيکو پراختيا په موخه نن عربي اماراتو ته ځي

د اسرائيلو لومړي وزير نفټالي بنيت دفتر اعلان کړی چې ټاکل شوې لومړی وزير بنيت نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) عربي اماراتو ته پر سفر روان شي. په دې اړه د نوموړي له دفتر په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، نفټالي بنيت به سبا دوشنبه د (لېندۍ په ...

Read More »

جنوبي وزيرستان کې بل پاکستانی پوليس هم د نامالومو کسانو له لوري وژل شوی

په جنوبي وزيرستان کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د ګوزڼ ضد واکسين د ډلې يو ساتونکی نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) د نامالومو کسانو له لوري په ډزو وېشتل شوی او وژل شوی دی. دوی زياته کړې چې دا پېښه د ټانک ولسوالۍ اړوند په شاداګره کلي کې ...

Read More »

برېتانيا: جي۷ هېوادونو دې د روسيې خلاف يو موټی شي

بريتانيا د روسيې اوکراين ترمنځ پر روان جنجال اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د روسيې له لوري د اوکراين خلاف هر ډول نظامي اقدام به يې ستراتيژيکه تېروتنه وي. دا څرګندونې د برېتانيا بهرنيو چارو وزيرې لېز تروس د پياوړو اقتصادي قدرتونو يا جي۷ غونډې پرمهال په لېورپول ...

Read More »

مجاهد: تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو ښاخ نه دی

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې په کې ادعا شوې، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه فعاله د تحريک طالبان پاکستان ډله هم د اسلامي امارت ښاخ دی. د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له عرب نيوز سره په مرکه کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري خپرې شوې هغې ...

Read More »

د امريکا په څو ايالتونو کې توپانونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي

امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په څو سوېلي ايالتونه پرون جمعه او نن شنبه د (لېندۍ په ۲۰مه) د سختو توپانونو شاهدان وو. د کينتاکي والي انډې بيشيير رسنيو ته ويلي، توپانونه چې توند باد يې هم ملتيا کوله په کينتاکي او څېرمه نورو ايالتونو کې خلکو ...

Read More »

ناټو په دغه سازمان کې اوکراين ته د غړيتوب نه ورکولو په اړه د روسيې وړانديز رد کړ

د ناټو سازمان د روسيې هغه وړانديز رد کړ چې له مخې يې په نوموړي سازمان کې اوکراين ته د غړيتوب نه ورکولو غوښتنه شوې وه. د دغه سازمان عمومي منشي ينس سټولټنبرګ پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) بروکسېل کې خبريالانو ته ويلي، ناټو له اوکراين او جورجيا سره ...

Read More »

لبنان کې چاودنې ۱۳تنه وژلي ګڼ نور يې ټپيان کړي دي

د لبنان په سوېلي بندري ښار تايري ښار کې د درنې چاودنې له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې چاودنه پرون د جمعې په ورځ د فلسطيني کډوالو په يوه کمپ کې شوې ده. العربيه ټلوېزيون خبر ورکړی چې په دغه چاودنه کې ۱۳ تنه ...

Read More »