د تحريک طالبان پاکستان ډلې يوې سرچينې فرانس پرېس ژانس ته ويلي چې د مولوي فقير محمد په نوم د دې ډلې يو تن مهم قومندان د بېپيلوټه الوتکې له بريد ژوندی او روغ وتلی دی. سرچينې ويلي چې پر نوموړي ياد بريد په کونړ کې شوی دی. تحريک طالبان ...
Read More »جاپان کې د اور لګېدنې له امله ۲۷ تنه وژل شوي
نړيوالو رسنيو د جاپان دولتي ټلوېزيون NHK په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد اوساکا ښار په روغتون کې اور لګېدلی او زياتوي چې د يادې اور لګېدنې ډېری قربانيان په روغتون کې موجود ناروغان وو. په راپورو کې ويل شوي، يوه کس چې ګومان کېږي پر رواني ناروغۍ ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د وسلهوال بريد پرمهال پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوليسو وسلهوال بريد شوی چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. پېښه ځايي چارواکو هم تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد بريد بېګا د شپې ناوخته ډېورنډ کرښې ته څېرمه د غلام خان په ...
Read More »زېلينسکي: پر اوکراين له بريد وړاندې دې پر روسيې بنديزونه وضعه شي
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلينسکي وايي، د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله موجوده وضعيت ته پام سره اړتيا ده چې اروپايي ټولنه پر اوکراين د روسيې له بريد وړاندې پر نوموړي هېواد بنديزونه وضعه کړي. نوموړي د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په لېدنه کې ويلي، د اوس لپاره ...
Read More »د مالېزيا په سواحلو کې د کډوالو يوې کيښتۍ ډوبېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۵ نادرکه دي
د اندونيزيايي کډوالو يوه کښتي پرون چهارشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۴مه) د ماليزيا په سواحلو کې اوبو ډوبه کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼ کسان مړه شوي دي. په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، د کډوالو په ياده کيښتۍ کې ټولټال ۵۰تنه سپاره ول چې ...
Read More »پوتين: د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو نوی موډل رامنځته شوی
د روسيې او چين ولسمشرانو نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) په انلاين ډول په خپلو کې سره ولېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو پر زياتوالي خبرې وکړې. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل چينايي سيال شيجينګ پينګ سره په خبرو کې ياده کړه، چې د ...
Read More »عربي اماراتو له امريکا د وسلو اخيستو ۲۳ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې وځنډولې
په واشنګټن کې د عربي اماراتو سفارت خبر ورکړی چې له امريکا سره يې د هغې ۲۳.۳۷ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې ځنډولي دي، چې له مخې يې امريکا د F-35 پرمختللو جيټ الوتکو په شمول دفاعي مهمات پر عربي اماراتو پلوري. اسوشيېټيډ پرېس د عربي اماراتو سفارت له ...
Read More »هايټي کې چاودنې شاوخوا ۶۲ تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي
په هايټي هېواد کې د تېلو يوه ټانکر د چاودنې له امله ۶۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور چې کره شمېره يې نه دی ښودل شوی ټپيان شوي دي. فرانس پرېس اژانس د هايټي چارواکو له قوله ويلي، ياده چاودنه پرون سېشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۳مه) د دغه ...
Read More »د پاکستان په راولپنډۍ کې پر پوليسو وسلهوال بريد شوی
پاکستاني چارواکو ويلي چې د پاکستان په ستر ښار راولپنډۍ کې پر پوليسو وسلهوال بريد شوی او په ترڅ کې يې يو تن پوليس وژل شوی دی. د راولپنډۍ پوليسو هم بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، ياد بريد پرون دوشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۲مه) هغه مهال شوی ...
Read More »اندونيزيا کې له پياوړې زلزلې وروسته د سونامي راپورته کېدو خبرداری ورکړل شوی
د اندونيزيا سوېلي برخې نن سهشنبه د (لېندۍ په ۲۳مه) سهار مهال پياوړې زلزلې ولړزولې. د امريکا د ځمکپېژندنې ادارې د يادې زلزلې شدت ۷.۳ درجې ښودلی دی. دې ادارې په فلورس سمندرګي کې ۱۸.۵ کيلومټرۍ په ژوروالی د يادې زلزلې مرکز ياد کړی دی. د زلزلې پياوړتيا له امله ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس