Home » سیمه او نړی (page 106)

سیمه او نړی

امريکا او لوېديځ هېوادونو هستوي ځواک ته د پوتين د تيارسئ امر وغنده

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې له بريد شپږ ورځې تېرېږي او په ترڅ کې يې سلګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې خپل هستوي ځواک ته د تيارسئ امر کړی. نوموړي پرون يک‌شنبه ناوخته د (کب ...

Read More »

پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو لاريونونه پيل کړي

د خيبر پښتونخوا او قبايلو په بېلابېلو سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان د لاريونونو په موخه واټونو ته را وتلي او د علي وزير د خلاصون په موخه د کراچۍ له پرلت څخه خپل ملاتړ څرګندوي. لاريونوال ټينګار کوي چې د سند ايالتي حکومت دې پر علي ...

Read More »

“روسي ځواکونو د تېلو چاڼخونې په نښه کړي او د کيف ښار ته داخل شوي”

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي دفتر تازه د يک‌شنبې په ورځ د (کب په ۸مه) ويلي، له تېرې شپې راهيسې روسي ځواکونو پر کيف ښار بريد پيل کړی دی. د زلينسکي دفتر په يوه بيان کې ويلي، پر پلازمېنې کيف د بريد ترڅنګ روسي ځواکونو په خارکيف ښار کې د ...

Read More »

جرمني؛ اوکراين ته سټينګر او د ټانک ضد وسلې ورکوي

د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې په لړ کې جرمني تازه اوکراين ته د نوو وسلو د ورکړې پرېکړه کړې ده. د يادې پرېکړې له مخې به ۱۰۰۰ د ټانک ضد او ۵۰۰ د الوتکو ضد سټينګر توغندي اوکراين ته ورکړل شي.  جرمني دغه راز هالنډ ته هم اجازه ...

Read More »

اوکراين: د روسيې بريدو کې نږدې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوکرايني چارواکو نن شنبه د (کب په ۷مه) خبر ورکړی چې د روسيې له لوري په روان بريد کې تر دې مهال نږدې ۱۲سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اوکراين د روغتيا وزير وېکټور لياشکو نن په ادې اړه ويلي، چې د مرګ ژوبلې دې شمېرو له ډلې ...

Read More »

منظور پښتين د علي وزير خلاصون په موخه د لاريونونو غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه په کراچۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري روان پرلت ۱۴ ورځې پوره شوې، خو لا هم د نوموړي خلاصون څرک نه دی لګېدلی. دې ته په پام د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد ...

Read More »

امريکا او اروپا پر پوتين او لاوروف بنديزونه وضعه کوي

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې د بريدو نن درېيمه ورځ ده؛ ورسره سم امريکا اعلان کړی چې د روسيې پر ولسمشر ولاديمير پوتين او د دغه هېواد پر بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به بنديزونه ولګوي. د سپينې ماڼۍ وياندې جن ساکي پرون جمعه د (کب ...

Read More »

پوټين خپلو پوځيانو ته پر اوکراين د عملياتو پيلولو امر وکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې خپلو پوځيانو ته امر وکړ چې د اوکراين په خاوره کې دننه عمليات پيل کړي. نوموړي دغه امر نن پنج‌‌شنبه سهار مهال د (کب په ۵مه) په يوه ټلوېزيوني پيغام کې کړی او سپارښتنه يې کړې چې د اوکراين په ...

Read More »

زلينسکي: د اوکراين امنيت لپاره له روسيې سره خبرو ته چمتوو يوو

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو او لوېديځو هېوادونو پر اوکراين د روسيې د بريد احتمال زياتېدو په اړه تازه اندېښنې مطرح کړې، ورسره سم د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې سره د خبرو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی. نوموړي پرون ناوخت ويلي، د اوکراين امنيت د ګاونډيو ...

Read More »

پاکستاني پوځيانو په بلوچستان کې عام وګړي پر ډزو وژلي

د بلوچستان ځايي اوسېدونکي وايي، د پاکستان ترهګرۍ ضد پوځيانو د يو لړ عملياتو پرمهال په ژوب کې پر عامو خلکو ډزې کړي دي. د دوی په خبره ياده پېښه پرون چهارشنبه ناوخته د (کب په ۴مه) د ژوب اړوند په شهابزي کلي کې رامنځته شوې او په ترڅ کې ...

Read More »