پاکستان د افغانستان اوسني سرپرست حکومت له چارواکو سره په متعددو برخو کې د نړيوالې ټولنې همکاري په اوسنيو شرايطو کې اړتيا بللې او زياته کړې يې ده، چې نړيواله ټولنه بايد يادو همکاريو ته په خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ...
Read More »هرات کې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې ۵ غړي وژل شوي
د رسنيو د راپورونو له مخې بېګاه سېشنبه د شپې د (لړم په ۲۴مه) په هرات کې د امنيتي ځواکونو له لوري د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات شوي دي. په راپورونو کې ويل شوي، چې دا عمليات د هرات ښار په ۱۲مه ناحيه کې شوي او په پايله ...
Read More »نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه جوړېږي
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۲۵مه) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به د يادو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان وضعيت او د دې هېواد له سرپرست ...
Read More »برېتانيې د خپلسرو نيونو له امله خپل وګړي افغانستان ته له سفر منعه کړي
د برېتانيې بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې چې پرون يې خپره کړې خپلو وګړو ته لارښوونه کړې، چې په افغانستان کې د خپلسرو نيونو د احتمالي زياتوالي له امله دې هېواد ته سفر نه کوي. په اعلاميه کې ويل شوي، دامهال په افغانستان کې د برېتانيې کونسلي کارکوونکي ...
Read More »امريکا: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره هڅې جاري ساتو
امريکا يو وار بيا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دې هدف ته د رسېدو په موخه به خپلو هر اړخيزه هڅو ته دوام ورکړي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپاره کړي بيان کې زياته کړې، ...
Read More »د پېښور محکمې په وروستۍ قضيه کې د علي وزير ضمانت قبول کړ
په بنو کې د پيښور محکمې څانګې پرون دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان په پارلمان کې د سويلي وزيرستان استازي د قضيې اورېدنه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې د علي زوير د ضمانت قضيې اورېدنې پرمهال محکمې د ...
Read More »د افغانستان ځينو ښځينه فعالانو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي
په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د ښځو حقونو د اعادې په موخه په يوه تازه ګام کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي. د دې ښځينه فعالانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په جلا توګه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي او ...
Read More »“تېره مياشت کې له ايران څخه شاوخوا ۲سوه زره افغانان ويستل شوي”
د روسيې سپوټنيک خبري اژانس په نيمروز کې د افغانستان سرپرست حکومت د چارواکو له قوله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې يوازې په تېره مياشت کې سلګونه زره افغانان د ايران حکومت له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د راپور له مخې، په تېره ...
Read More »پاکستاني چارواکي: بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو بريدګر طالب دې ور وسپارل شي
پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو هغه سرتېري د ورسپارولو غوښتنه کړې، چې پرون يکشنبه يې په سپين بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي. د افغانستان پوله ساتو ځواکونو يوه سرتېري پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د کندهار په ...
Read More »پښتين: په خپله خاوره جنګ او ناامني نه شو زغملی
د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د بنو په جانيخېلو سيمه کې د امن په پلوۍ او د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه ولسي سمينار ترسره کړ او د مختليفو سيمو لسګونه اوسېدونکو په کې برخه لرله. د سمينار پرمهال په پښتونخوا او قبايلي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس