Home » افغانستان (page 97)

افغانستان

“د افغانستان زلزله ځپلو سيمو کې زرګونه ښځو ته د زېږون خدمتونه وړاندې شوي”

د ملګرو ملتونو وګړو صندوق وايي، چې د خوست او پکتيکا په زلزله ځپلو سيمو کې يې د بشري غبرګون او د ژوند ژغورنې خدمتونه لا هم دوام لري. د وګړو صندوق د افغانستان برخې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۷مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې يوازې ...

Read More »

لاوروف: د افغانستان په اړه ټول راتلونکي احتمالي مسايل له طالبانو سره شريکوو

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه دايېره شي، خو له دايېرېدو وړاندې يې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې د افغانستان په اړه ټول ترسره کېدونکي مسايل به د دې هېواد له سرپرست حکومت سره شريک شي. نوموړي دا ...

Read More »

کرن ډيکر له ځينو افغانانو سره د بحث لپاره پاکستان ته تللې

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره کرن ډيکر له افغانانو سره د سلا مشورو او خبرو اترو په دوام سره، پرون سې‌شنبه ناوخته د (لړم په ۱۶مه) پاکستان ته تللې ده. نوموړې پرون په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له ۳۰ کلونو وروسته پاکستان ته تللې ده. ميرمن ...

Read More »

اروپايي ټولنې له زيانمنو شوو افغانانو سره د ۵۰ ميليون يورو مرستې اعلان کړی

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې، د بشري او اقتصادي ناورين په ترڅ کې له زيانمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۵۰ ميليون يورو ځانګړي کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په دې اړه ويلي، چې دا اندازه مرسته به ...

Read More »

حکومت په پاکستان کې د بندي افغانان شمېر ۳۰؛ خو حامد کرزی يې ۱۱سوه بولي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون يک‌شنبه د (لړم په ۱۵مه) د خپرو راپورونو په استناد د نيول شوو ۱۱سوه افغانانو نيول کېدل د خواشنۍ وړ وبلل؛ خو تازه د افغانستان حکومت دا شمېر يوازې ۳۰ کسان ياد کړي دي. حامد کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...

Read More »

برېتانيا په افغانستان کې د ۱۱ ميليون پاونډو په ارزښت پروژې تطبيق کوي

د برېتانيا نېشنل نيوز د دې هېواد دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې برېتانيا غواړي په افغانستان د ۱۱ ميليون پاونډو په ارزښت په بېلابېلو برخو پروژې تطبيق کړي. د راپور له مخې، دا پروژې به د اغاخان بنسټ له لوري د روغتيا، کرنې، ښوونې او روزنې او دغه ...

Read More »

اقتصاد وزارت: د حکومت رسميت نه پېژندنې، د سيمې اقتصاد هم اغېزمن کړی

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، چې د نړيوالې ټولنې له لوري د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه پېژندنه د دې سبب شوې، چې د افغانستان ترڅنګ د سيمې هېوادونو پر اقتصاد هم منفي اغېزې وکړي. د دې وزارت مسلکي معين عبداللطيف نظري پرون دوشنبه د (لړم په ۱۶مه) ويلي، ...

Read More »

امريکا: افغانستان کې د ثبات ټينګښت لپاره د ترهګرو ډولو له منځه وړل ضروري دي

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت چارواکي يو وار بيا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر له منځه وړلو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د يادو ډلو له منځه وړل په افغانستان کې د ثبات ټينګښت لپاره اړين دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت ...

Read More »

شديدې زلزلې د بدخشان ځيني برخې لړزولي

نن دوشنبه د (لړم په ۱۶مه) شديدې زلزلې د بدخشان ولايت ځينې برخې لړزولي دي. د يادې زلزلې شدت د ريختر په اندازه ۵.۴ درجې ښودل شوی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي ويلي، چې د يادې زلزلې له امله له شغنان ولسوالۍ څخه د زيانونو ...

Read More »

جرمني له افغانستان څخه د کډوالۍ فردي او نوي غوښتنليکونه نه مني

د جرمني کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو په يوه تازه اعلاميه کې خبر ورکړی، چې له افغانستان څخه جرمني ته د کډوالۍ او له نوموړي هېواد څخه د زيانمنو شوو افغانانو د ايستلو په بهير کې فردي او نوي غوښتنليکونه نه منل کېږي. په اعلاميه کې ويل شوي، دامهال له ...

Read More »