Home » افغانستان (page 90)

افغانستان

تېر کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عواید له حیرتان ګمرک څخه ترلاسه شوي

د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک رییس وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړی زیاتوي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې ...

Read More »

په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي. په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې ...

Read More »

خلیلزاد: د ښځو د لوړو زده‌کړو ځنډولو اراده لنډمهالې نه‌ده

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه څرګندوي چې د ښځو د لوړو زده‌کړو ځنډولو اراده لنډمهالې نه‌ده. نوموړي پر ټویټر لیکلي، دا پرېکړه دا هم په ...

Read More »

هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي

ټولګټو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې راپدېخوا د درنو واورو ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي. د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ...

Read More »

په انلاین ډول د مدني – سیاسي خوځښتونو ګرم بازار؛ د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت په نوم نوی ايتلاف اعلان شو

پرون یکشبنه د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت په نوم نوی اتلاف اعلان شو، چې پنځه سیاسي حرکتونه په‌کې شامل دي. د دې ايتلاف یوه مرستیال، شاه محمود میاخېل چې په تېر جمهوري نظام کې یې د دفاع وزارت د معین په توګه دنده ترسره کړې، وايي، چې ياد ...

Read More »

اروپايي ټولنه نن د افغانستان پر روان وضعیت بحث کوي

اکل شوې چې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي ویلي چې، د افغانستان موضوع د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده. مېرمن میزرالي په دې اړه نور جزیات نه ...

Read More »

د ایران سفیر له باور لیک پرته په کابل کې خپله دنده پیل کړه

د کابل لپاره د ايران نوي سفير حسن کاظمي قمي له کوم باور ليک وړاندې کولو او دیپلوماتیک پروتوکول پرته په کابل کې خپله دنده پیل او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې په لیدنه کې د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې ده. ...

Read More »

متقي: جګړه ختمه ده، سور صلیب دې نورو برخو کې فعالیتونه وکړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې اوس د جګړې ټپیان کم شوي، دوی باید په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخه کړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تېره شپه په یوه ټویټ کې ليکلي افغانستان کې د سره صلیب ...

Read More »

افغان او چینايي لوري د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختیا او د ترهگرۍ پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی. چينايي رسنيو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو ...

Read More »