د ایرنا خبري اژانس د راپور لهمخې ایران د تهران په پوهنتون کې د افغان زدکړیالانو بورسونه پنځه برابره زیات کړي دي. د راپور پر بنسټ سږکال د دې بورسونو لپاره د ایران حکومت شل میلیارډه تومان ځانګړي کړي دي. د تهران پوهنتون رئیس سید محمد مقیمي وایي چې، د ...
Read More »ټوماس ویسټ په افغانستان کې د یوناما د کارونو ستاینه کړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د نړیوالې ټولنې په استازیتوب خورا مهم کارونه سرته رسوي. وېسټ نن په یوه ټویټ کې له واشنګټن څخه د یوناما د مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ...
Read More »سالنګ تونل کې اورلګېدنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل – شمال پر لویه لاره د سالنګ تونل کې په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د بغلان د امنیې قوناندانۍ ویاند شېر احمد برهاني وايي چې دا پېښه د شپې په شاوخوا نهو بجو ...
Read More »کرين ډيکر: په افغانستان کې خپلسري توقيفونه د ثبات په زيان دي
د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيرې کرين ډيکر د ښځو حقونو د توقيف په اړه وروستيو ادعاوو ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې ياد توفيقونه هېڅ ګټه نه لري. نوموړې نن سېشنبه د (ليندۍ په اوله) خپل ټوېټر کې د ښځو حقونو فعالې ظريفې يعقوبي د نيول ...
Read More »پاکستان د ناراجسټر شويو افغان کډوالو د نومليکنې بهير پيلوي
د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د پاکستان حکومت دغلته د مېشتو ناراجسټر شوو افغان کډوالو نومليکنه پيل کړي. په راپور کې ويل شوي، چې د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزير طلحه ...
Read More »اروپا: په افغانستان کې د ښځو حقونو تر تهديد لاندې دي او راتلونکی يې نامالوم دی
د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې روبرتا متسولا په افغانستان کې د ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ياد وضعيت د ښځو راتلونکی له نامالوم برخليک سره مخ کوي. نوموړې پرون دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې په افغانستان ...
Read More »کابل کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي
کابل ښار کې بېګاه دوشنبه د شپې د (لړم په ۳۰مه) چاودنه شوې. د کابل امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد خبري اژانس ته ياده چاودنه تائيد کړې ده. نوموړي رويداد ته په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې ياده چاودنه د کابل ښار ۴مې امنيتي حوزې اړوند په دریم پروان ...
Read More »نی: تېر يوه کال کې ۵۰ سلنه ټلوېزيونونه د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي
نن نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په هېوادونو کې له رسنيو د ملاتړ او خلکو ته د مالوماتو په رسولو کې د ټلوېزيون د ارزښت تر عنوان لاندې نمانځل کېږي. د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ اداره يا نی وايي، دا چې ټلوېزیون ...
Read More »ملګرو ملتونو د خوراکي خونديتوب لپاره افغانستان کې زيرمتونونه جوړ کړي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا WFP د راتلونکي ژمي پرمهال د لوږې مهارولو په موخه د افغانستان په لرې پرتو سيو کې د خوراکي توکو ۳۴ ګرځنده زيرمتونونه جوړ کړي دي. د خوړو نړيوال پروګرام نن دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ...
Read More »متقي: نړيوال له افغانستان سره پر مرستو کولو مسوول دي او بشري مسايل دې سياسي نه کوي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون يکشنبه د (لړم په ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او دواړو له افغانستان سره پر بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړي دي. متقي په دې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس