په غزني کې د ا.ا مسوولان وایي چې په یاد ولایت کې د ماین چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي دي. باختر خبري اژانس د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، حميدالله نثار په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د یاد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې شوې ...
Read More »د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژې د سروې کار پيل شو
په پنجشیر کې د ا.ا مسوولين وايي، چې د دغه ولايت له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د سروې کار د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين رياست له خوا پيل شوى دى. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په اېکس ...
Read More »بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي
په ټایلنډ کې میشت د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی، بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي. دا لوبه نن یکشنبې د حمل ۱۲مه د کابل پر وخت د مازدیګر ۴:۳۰بجې په ټایلنډ کې پیلېږي. مبارز درې کاله وروسته یو ځل بیا د ازادو سیالیو قفس ته ...
Read More »د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ وروستۍ برخه جوړېږي
د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د دویم فاز د څلورمې برخې د جوړولو قرارداد په دې وروستیو کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې او د «ګاما ګروپ» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی. د ارګ د یوې اعلامیې له مخې، د دغه فاز کار به، چې ۴۷ کیلومتره ...
Read More »مجاهد: پاکستان نباید د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو واچوي
د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ ادعا ته په غبرګون کې، چې افغانستان یې د «ترهګرۍ سرچینه» بللې، ویلي چې پر ګاونډیانو تور پورې کول د ستونزو حللاره نه ده. مجاهد رویداد خبري اژانس ته وویل: “موږ د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعا ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي
د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان غواړي د افغانستان په روغتیايي برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «تدروس ادهانوم گبریس» د ریاستالوزرا له اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د ...
Read More »چینای سوپر کینګ د ۶۳ منډو په توپیر له ګجرات ټایټنز لوبه وګټله
د هند پریمیر لیګ ۲۰۲۴ زیږدیز کال اوومه لوبه د تېر پړاو اتل چینای سوپر کینګ او ګجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ لیګ اوومه لوبه تېره شپه «سه شنبه د وري ۷ مه» د کلکتې چدامابرام لوبغالي کې وشوه. چینای لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه چې د شل ...
Read More »څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ؛ د فوټسال ملي لوبډله به نن له ټایلنډ سره مخامخ شي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د نړیوالو څلور اړخیزو لوبو (NSDF) په چوکاټ کې له ټایلنډ سره مخامخ شي. دا لوبه به نن (د وري۸مه) د کابل پر وخت د مازدیګر ۵ بجې په تایلنډ کې پیل شي. د روان کال د اسيايي ملتونو د فوټسال جام ...
Read More »د خوړو نړیوال پروګرام: المان له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د المان۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړی دی. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو چې د ۱۶،۴ میلیونو ډالرو کېږي مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان: ۵۰ سلنه افغانان په رواني اختلالاتو اخته دي
د ختيځې مديترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سيمهييز مسوول «حنان بلخي» وايي، د افغانستان پنځوس سلنه وګړي له رواني اختلالاتو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. بلخي دا موضوع د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون په هغه ۶۷مه غونډه کې یاده کړې چې د روغتیا ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس