Home » افغانستان » چینای سوپر کینګ د ۶۳ منډو په توپیر له ګجرات ټایټنز لوبه وګټله

چینای سوپر کینګ د ۶۳ منډو په توپیر له ګجرات ټایټنز لوبه وګټله

د هند پریمیر لیګ ۲۰۲۴ زیږدیز کال اوومه لوبه د تېر پړاو اتل چینای سوپر کینګ او ګجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ لیګ اوومه لوبه تېره شپه «سه شنبه د وري ۷ مه» د کلکتې چدامابرام لوبغالي کې وشوه.

چینای لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه چې د شل اورونو په لړ کې یې د شپږو لوبغاړو زیان سره یې ګجرات ته د ۲۰۶ منډو هدف کېښود.

رچن رویندرا، ډاریل میچل او شیوام ډوب د خپلې لوبډلې په ګټه بریدګره توپ وهنه وکړه.

راشد خان ارمان په نولسم اور کې د شیوام ډوب ویکټه واخېسته.

د چینای توپ اچوونکو د بریا لپاره د مقابلې لوبډلې توپ وهونکي تر فشار لاندې ونیول، دیپک چهار او تاشور ډیشپانډې دوه دوه ویکټې واخېستې.   

ګجرات ټایټنز په شل اورونو کې د اتو لوبغاړو زیان سره ۱۴۳ منډې جوړې کړې.

د چینای سوپر کینګ لوبغاړي شیوام ډوب چټکې پنځوسیزې سره ددې لوبې غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...