Home » افغانستان (page 64)

افغانستان

غور کې د سیلابونو له امله څولارې وتړل شوې

د غور مسوولینو په یاد ولایت کې د سیلابونو اواورښتونو له امله د یو شمېر لارو د تړل کېدو خبر ورکړی او په وینا یې چې هلته خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.  د غور د ا.ا د والي ویاند، عبدالواحد حماس ویلي چې د شهرک، ساغر، تولک او د ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو لپاره درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې په افغانستان کې به د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره ولګوي. دې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي چې دا پیسې به په بېلابېلو روغتونونو کې د جدي پاملرنې څانګې پیاوړي کولو لپاره ولګول شي. د ملګرو ...

Read More »

د فوټسال ملي لوبډله به نن په یوه دوستانه لوبه کې له تاجکستان سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان د فوټسال له لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي. دا لوبه به نن (سې شنبې د وري ۲۱مه) د کابل په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې په تایلنډ کې پیل شي. د هېواد د فوټبال فدراسیون ...

Read More »

شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وایي چې ۱۸ میلیون افغانان بشري او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د دې سازمان د دفتر مشر جمشید تنولي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې باید یو پیاوړی روغتیایي نظام په ځانکړې توګه د ښځو ...

Read More »

د افغانستان پېژندلی شوی خبریال «عبدالحمید مبارز» مړ شو

د افغانستان مشهور خبریال او د اطلاعات او فرهنګ پخوانی مرستیال، عبدالحمید مبارز مړ شو. د ښاغلي مبارز لور نیلاب مبارز نن یکشنبې د وري ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پلار یې په کابل کې مړ شوی دی. اغلې مبارز ویلي چې د عبدالحمید مبارز د جنازې مراسم ...

Read More »

د کابل له پلچرخي زندانه څه باندې ۴۰۰ بندیان خوشي شول

د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر د فرمان له مخې، د کابل له پلچرخي زندان څخه د ۴۰ ښځو او ۲۸ ماشومانو په ګډون ۴۰۶ زندانیان خوشې شوي دي. د ا.ا د زندانونو د تنظیم ادارې معین عبدالله همدرد په یاد زندان کې جوړ شوو مراسمو ته ...

Read More »

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۶ میلیون ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک اعلان کړی چې د ښځو د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ او بوختیا لپاره له افغانستان سره ۱۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. دغه بانک په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا مرستې د افغانستان د تاب اوري اماني صندوق (ای ار ټي اېف) له خوا تر سره کېږي او ...

Read More »

د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي شول

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي. په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلي مشر، سید عبدالجبار تخاري وایي چې په خوشي شویو کسانو کې یوولس ماشومان هم شامل دي. تخاري زیاتوي چې د پاکستان په سند ایالت کې ...

Read More »

ا.ا: موږ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لویې پروژې پلي کول غواړو

ا.ا د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې سترې پراختیايي پروژې پلې کړي. باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په کتنه کې ویلي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد ...

Read More »

ا.ا د ملکي او نظامي کارکوونکو له تنخوا د تقاعد ګرځول منع اعلان کړل

د ا.ا مشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد ګرځول بند کړي دي. دا فرمان د هیبت الله اخندزاده لخوا مالیې وزارت ته صادر شوی او پکې ویل شوي چې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد ...

Read More »