Home » افغانستان (page 53)

افغانستان

افغانستان ته د ۲۰۰۵ کال مخکې د جوړوشویو موټرو د واردولو مخنیوی وشو

د ا.ا د مالیې وزارت وایي چې دې وزارت د هغه موټرو د واردېدو مخه نیولې چې له ۲۰۰۵ کال مخکې جوړ شوي دي. یاد وزارت شنبه د غبرګولي ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د ا.ا د کابینې او د ا.ا د مشر شېخ هیبت الله ...

Read More »

ا.ا د لوی اختر په مناسبت ۳۴۹ زندانیان خوشې کړل

ا.ا ستره محکمه وایي چې د ا.ا د مشر، شېخ هیبت الله اخوندزاده په فرمان د لوی اخر په مناسبت د ۳۴۹ زندانیان له زندان څخه خوشې او وبښل شول. دې محکمې شنبې د غبرګولې ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې حکم له مخې د ۲۷۰ زندانیانو ...

Read More »

کډوالو وزارت: څلور زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شول

د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري توګه او پخپله خوښه د څلور زره ۸۸۱ کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کډوال په تېرو دوو ورځو کې د نیمروز ولایت د ابرېشم پولې له لارې څخه هېواد ...

Read More »

بامیانو کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

د بامیانو سیمه ییزو چارواکو د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی، چې درانه مالي زیانونه یې اړولي دي. مسوولانو ویلي چې په یاد ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه او ۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي. ویل کېږي، چې ...

Read More »

د کرنې وزارت: سږ کال به د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راشي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دې وزارت د اټکل له مخې به سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شي. دې وزارت نن (پنجشنبه د غبرګولې۲۴ مه) په یو راپور کې ویلي چې د دوی ارزونې ښيي چې ...

Read More »

له ترکيې څخه هرات ته بشري مرستې ته راورسېدې

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، چې له ترکیې څخه دې ولایت ته ۶۲۰ ټنه بشري مرستې رسېدلې دي. د هرات سیمه ییزو چارواکو نن (چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه) ویلي چې په دغو مرستو کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د ځپلو لپاره خوراکي او غیر خوراکي توکي لکه ...

Read More »

اوچا: په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان کارګر دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان په کار بوخت دي. اوچا دا موضوع نن (چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه) د ماشومانو له کار کولو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په خپله اېکس پاڼه یاده کړې ده. دې دفتر ویلي چې ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کانګو د ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. دې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د کانګو تبه له حیواناتو انسانانو ته انتقالېږي او د انسانانو لپاره وژونکې ...

Read More »

روسیې یو ځل بیا د تروریستي سازمانونو له نوملړڅخه د ا.ا په ایستلو ټینګار وکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره د خبرو په موخه د دغه هېواد د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه د ا.ا پر ایستلو کار روان دی. ماریا زاخارووا د روسیې له دولتي خبري اژانس ټاس سره ...

Read More »

ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (UN_STFA) اعلان وکړ چې ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دغه بنسټ زیاته کړې چې دا مرسته د ښځو د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون او د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه ...

Read More »