Home » افغانستان (page 52)

افغانستان

افغانستان کې ۴۰ سلنه ماشومان د ککړې هوا له امله مري

په افغانستان کې د هغو ماشومانو ۴۰ سلنه مړینه د هوا د ککړتیا له امله ده چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي. دا خبره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي او ویلي یې دي چې ماشومان د لویانو پرتله ډېره ...

Read More »

بدخشان کې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د ترافیکي پېښو له امله ۴۶ کسان مړه شوي

په بدخشان کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي چې د تېرو دریو میاشتو راهیسې په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۶کسان مړه او ۷۵نور ټپیان شوي دي. باختر اژانس د بدخشان د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دې پېښې په مړو او ټپیانو کې ښځې ...

Read More »

د کورنیو چارو وزارت د هېوادوالو ګرځنده ټلیفونونه ثبتوي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېوادوالو د ګرځنده ټلیفونونو د ثبتولو لپاره یې یو الکټرونیکي سیسټم جوړ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع دوشنبې د چنګاښ په څلورمه په اېکس پاڼه لیکلي چې دا سیسټم د یاد وزارت د «انـټک» ریاست لخوا چمتو شوی دی. ...

Read More »

هرات کې د لس زره روږدو کسانو درملنه وشوه

د هرات ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولان وايي چې په تېرو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې د لسو زرو روږدو کسانو درملنه شوې ده. باختر خبري اژانس د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حيات الله روحاني په ...

Read More »

د ماشومانو ژغورنې سازمان فاریاب کې شپږ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي

د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې په فاریاب کې به د شپږو روغتیایي مرکزونو او یو سیار ټیم په جوړولو سره د یاد ولایت اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري. د ماشومانو ژغورنې سازمان د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې روغتیایي خدمات او اوبه چمتو کړي دي. په ...

Read More »

المان ته څه باندې ۵۰۰ افغانان دننه شول

د الماني رسنیو د راپور له مخې، د المان د منلو پرګرام له پيله تر اوسه له ګواښ سره مخ نږدې ۵۳۰ کسان یاد هېواد ته دننه شوي دي. رسنیو د المان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دا پروګرام د هغه افغانانو لپاره په پام کې نیول ...

Read More »

نیکاراګوا د افغانستان لپاره خپل سفیر وټاکه

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د نیکاراګوا حکومت د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی. فرانس پرس خبري اژنس لیکلي، په چین کې د نیکاراګوا اوسنی سفیر «مایکل کمپبل» د افغانستان لپاره د سفیر په توګه ټاکل شوی او ټاکل شوې چې د افغانستان اړوند مسایل له بېجینګ څخه اداره ...

Read More »

کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. اسټرالیا دا هدف پوره نه کړای شو، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او افغانستان په ۲۱ منډو ...

Read More »

ا.ا په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش راپور رد کړی او هغه یې د حقایقو خلاف بللی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه یو ویډیويي پیغام خپور کړی او ...

Read More »

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د دوحې په غونډه کې د ښځو پر نشتون ناهیلي ښودلې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې استازو او د ښځو نشتون ناهیلی کوونکی بللی دی. هغه پرون ماښام (جمعه د چنګاښ لومړۍ نېټه) په امنیت شورا کې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دا ناهیلې کوونکې ...

Read More »