د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ٣٦٠ تنه زدهکوونکو د نجارۍ، خیاطۍ او د تعمیراتي برېښنا په برخو کې تر شپږ میاشتینو زدهکړو وروسته فارغ شوي دي.دغو کسانو ...
Read More »د دوحې د ناستې دویمه ورځ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوه
د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوحې غونډې دویمه ورځ پیل شوې ده. نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي چې د نن (دوشنبه، چنګاښ ۱۱) د غونډې موضوع د خصوصي سکتور ملاتړ او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه ده. د افغانستان په اړه د دوحې ...
Read More »د اسټرالیا په کارګر ګوند کې د «فاطمې پیمان» غړیتوب له فلسطین څخه د ملاتړ له امله وځنډول شو
اسټرالیا کې واکمن کارګر ګوند د یوې افغانې سناتورې فاطمې پیمان غړیتوب د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو له طرحې د ملاتړ له امله تر نامعلومې مودې ځنډولی دی. د استرالیا ABC نیوز پرون (یکشنبې، د چنګاښ په ۱۰مه) خبر ورکړی چې مېرمن پیمان په کارګر ګوند کې ...
Read More »د دوحې درېیمه غونډه په راتلونکو څو ساعتونو پیلېږي
د دوو تېرو غونډو په دوام د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د ۲۲هېوادونو د استازو او څو سازمانونو په ګډون نن او سبا د قطر په پلازمینه په هتل «رټز کارلټون» کې پیلېږي. د دوحې د غونډې د پيلېدو له ځای څخه خبریالان وایي چې دا غونډه ...
Read More »بامیانو کې د لاسي صنایعو بازار پرانيستل شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د «پخوانی بامیان» په نامه د لاسي صنایعو بازار د یاد ولایت په مرکز کې پرانستل شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بازار کې لمڅی، ګلیم، غالۍ، واسکټ، خامکي جامې او نور لاسي صنایع او ...
Read More »د حقوق پوهانو ټولنې د دوحې غونډې ته د ښځو په نه وربلل کېدو خواشیني څرګنده کړه
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې د دوحې درېیمې غونډې ته د ښځو، مدني ټولنې او نورو فعالانو نه وربلل د خواشینۍ او اندېښنې وړ بللي دي. دې ټولنې په یوه بیانیه کې ویلي: “د ملګرو ملتونو پرېکړه چې د دوحې غونډې ته یې د ا.ا د شرطونو د پوره ...
Read More »سمنګانو کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول
په سمنګانو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. باختر اژانس خبر ورکړی، چې دا پېښه نن سهار (د سرطان ٩مه) د ايبک- مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې شوې ده. په دې پېښه کې یو کرولا ډوله موټر ...
Read More »د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کمېټې د دوحې غونډې ته د افغان مېرمنو پر نه بللکېدو اندېښنه وښوده
د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې په یوه بیانیه کې ویلي چې د دوحې له درېیمې غونډې څخه د افغان ښځو او نجونو د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه لري. دې کمېټې د دوحې په خبرو اترو کې د ښځو او ...
Read More »کابل کې یوه ښځه د ګاڼو د غلا په تور ونیول شوه
د کابل امنیه قومندانۍ په کابل ښار کې د لرغونو اثارو له یوه پلورنځي څخه د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګاڼو د غلا په تور یوه ښځه نیولې ده. د کابل امنیه قومانداني وايي، چې دا قضیه تر څېړنې لاندې ده او د دې مېرمنې په واسطه ...
Read More »په دريو مياشتو کې څه باندې سل زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له باميانو څخه ليدنه کړې
د بامیانو ځايي مسوولان وایي، یوازې په تېرو دریو میاشتو کې څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده. باختر اژانس د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، صفي الله رائد په حواله خبر ورکړی چې څه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس