Home » افغانستان (page 40)

افغانستان

د جاپان سترې محکمې یوې نوې زېږدلې افغان کډوالې ته د جاپان تابعیت ورکړ

د جاپان یو لوړ قضایي مقام یوې نوې زېږدلې افغانې کډوالې ته د جاپاني تابعیت د ترلاسه کولو اجازه ورکړه. د جاپان د کيودو خبري اژانس (شنبې، د وږي ۲۴مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې دا غوښتنه په لومړي سر کې د يوې کورنۍ محکمې له خوا رد شوې ...

Read More »

د مسلکي هوايي ځواک د جوړولو لپاره د ا.ا هڅې

د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقانی وايي، چې ا.ا د مسلکي او پیاوړي هوايي ځواک د جوړولو لپاره هڅې کوي. نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د یوشمېر پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي. د ا.ا د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دفاعي ځواک هوایي پوهنتون ...

Read More »

ملګرو ملتونو په ډایکندي کې د داعش لخوا د ملکي وګړو وژل غندلي

د ډایکنډي او غور ترمنځ پر ملکیانو د وسله‌والو د برید له امله د ۱۴ کسانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او یو شمېر ډیپلوماټیکو نهادونو دا برید غندلی او همدازار یوې ډلې لاریون کوونکو ښځو په افغانستان کې «د هزاره ...

Read More »

کاپیسا کې یو کس په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی

د ا.ا مسوولانو په کاپیسا کې د یو کس لخوا په شخصي لګښت د یو ښوونځي د جوړولو خبر ورکړی دی. د کاپیسا د پوهنې وزارت مشر، محمد فرید حقاني ویلي، چې د خالد بن ولید په نامه دا ښوونځی (پنجشنبې، د وږي ۲۲مه) د نجراب ولسوالۍ په «اهنگران» کلي ...

Read More »

د روغتیا نړیوال سازمان: په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ۲٫۹ میلیونو ته ورسېد

په افغانستان کې د انساني کړکېچونو په دوام، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په یاد هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲٫۹ میلیونو ته رسېدلی دی. دغه سازمان نن (پنجشنبې، د وږي ۲۲مه) په اېکس پاڼه لیکلي، له دې ډلې ۸۵۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره ...

Read More »

د خوړو نړیوال پرګرام (WFP)؛ د بودیجې د کمښت له امله یوولس میلیونه اړمن افغانان له مرستو محروم شوي

د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانیدلي چې په دغه هېواد کې له ۱۱ میلیونه زیاتو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. یاد پروګرام زیاته کړې چې په دومره شمېر اړمن افغانان د مې له میاشتې نیولې تر اکټوبر ...

Read More »

د کابل ښار په اوو ناحیو کې د ادرس د لوحو نصبولو کار پیل شو

کابل ښاروالۍ په درېیمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه، لسمه، ۱۱مه او ۱۲مه ناحیو کې د سړکونو، کوڅو او عمومي جادو د پتې موندلو لوحو د نصبولو چارې پیل کړې دي. کابل ښاروالۍ (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه) اعلان کړی چې دغه اقدام د ادرس پیدا کولو د سیسټم د ښه والي او ...

Read More »

پوهنې وزارت: څه باندې درې میلیونه کسان په اسلامي زده‌کړو بوخت دي

د پوهنې وزارت اعلان کړی چې پروسږ کال په هېواد کې د اسلامي زده‌کړو ۲۱زره او ۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي، چې ۳میلیون او ۶۷۸ زره او۲۰۰ کسان پکې په اسلامي زده‌کړو بوخت دي. د دغه وزارت چارواکو نن (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه)«د اماراتي ادارو لاسته راوړنو» په پروګرام کې ویلي ...

Read More »

رینا امیري د افغان کډوالو ستونزې د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنر سره شریکړې کړې

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري وایي، چې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمېشنر سره خبرې کړې دي. رینا امیري په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنرفلیپو ګراندې ...

Read More »

ایران د ۱۴۰۳ کال تر پایه میلیونونه افغان کډوال وباسي

تهران په پام کې لري چې څو میلیونونه «بې‌اسنادو» افغان کډوال په ډله‌ییزه توګه له خپلې خاورې وباسي. د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د کډوالو دا ډله‌ییزه ایستنه به د ۱۴۰۳ کال تر پایه بشپړه شي. د کډوال نیوز د راپور له مخې، چې د ایران د ...

Read More »