د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې تېر کال د ۵،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي. د دغه وزارت چارواکو نن (شنبه د سنبلې ۳۱مه) د اماراتي ادارو د لاستهراوړنو په پروګرام کې ...
Read More »افغان لوبډلې په پنځوس اوریزه لوبلړۍ کې له سوېلي افریقا څخه دویمه لوبه وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې (جمعه، د وږي ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د سوېلي افریقا کرکټ لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې افغان اتلانو سیالې سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۳۱۲ ...
Read More »د افغانستان د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره په ملګروملتونو کې د امریکا د سفیرې ټینګار
ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې، لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د استازي ټاکل اړین دي. په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د بريټانیا استازي، باربارا ووډ وارډ د اغلې ګرینفیلډ ...
Read More »افغان کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره سبا دویمه پنځوس اوریزه لوبه کوي
ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله به په روانې لوبلړۍ کې دویمه یوه ورځنۍ لوبه سبا(جمعه، د وږي ۳۰مه) له جنوبي افریقا سره وکړي. د افغانستان د کرکټ بورد د معلوماتو له مخې د داړو لوبډلو ترمنځ دغه درې یوه ورځنۍ سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ...
Read More »د افغانستان ملي لوبډله نن د سوېلي افریقا پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي
افغان اتلان به نن( چهارشنبې، د وږي ۲۸مه)په لومړۍ پینځوس اوریزه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د سیالې سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د کرکټ بورډ د معلوماتو بر بنسټ یاده لوبه به نن د افغانستان پرمهال د ماسپښین ۴:۳۰ د افغانستان په کوربتوب ...
Read More »د مالیې وزارت: په تېرو دریو کلونو کې مو له هېڅ بهرني هېواد او نهاد څخه پور نه دی اخیستی
د ا.ا د مالیې وزارت وایي په تېرو دریو کلونو کې یې له هېڅ بهرني هېواد او نهاد څخه پور نه دی اخیستی، بلکې هڅه یې کړې چې د افغانستان پخواني حکومت پاتې پورنه پرې کړي. د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، بهرنیو نهادونو ته یې د پخواني حکومت ...
Read More »د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د علمي، ټولنیزې او کلتوري ودې په برخه کې د ګډو همکاریو د ترسره کولو په موخه د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د رویداد خبري اژانس د مشرتابه پلاوي او د دغه پوهنتون د مسوولینو، استادانو او علمي کدرونو په شتون کې د ۱۴۰۳کال د وږي په ...
Read More »یوه اوونۍ کې تر ۵۰ زرو ډېر افغانان له هېواد څخه وتلي
د راپورونو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له هېواد څخه بهر ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. د کډوالو د نړیوال دفتر (IOM) د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له خپل هېواد څخه وتلي دي. دې ...
Read More »ننسي فایزر: له المان څخه د افغانانو د ایستلو لپاره نورې الوتنې پلان شوې
د المان د کورنیو چارو وزیرې، ننسي فایزر پرون (یکشنبې، د وږي ۲۵مه) ویلي چې له المان څخه د هغو افغانانو د ایستلو لپاره، چې په دغه هېواد کې یې جدي سرغړونې او جرمونه کړي دي، نورې الوتنې پلان شوې دي. د المان د کورنیو چارو وزیرې دا نه دي ...
Read More »د پاکستان له زندانونو څخه تر ۴۰ ډېر افغان کډوال خوشې شول
د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ۴۴ افغان کډوال خوشې او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل، سید عبدالجبار تخاري ویلي چې د ۲۱ محصلینو په ګډون دا افغانان د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله بندیان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس