Home » افغانستان (page 87)

افغانستان

امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې. دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه، چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دې سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی ...

Read More »

جرمني د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکیو د طالبانو وروستی کار بنديز غندلی

په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندلی دی. دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: “دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره ...

Read More »

ټام وېسټ په ملګرو ملتونو کې د اماراتو له سفیرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازي له مرستیال رابرټ ووډ سره کتلي دی. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې په خپله ټويټر ...

Read More »

پخواني ولسمشر حامد کرزي له مارکس پوتزل سره کتلي

د هېواد پخواني  ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دوی له یو بل سره د “عامو خلکو د ...

Read More »

د امنيت شورا نن د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز په اړه بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکیو د کار بندیز په اړه بحث وکړي. دا وروسته له هغې چې د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې نړیوالې ...

Read More »

یوناما: طالبانو خبر راکړ چې افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې طالب مقاماتو خبر ورکړی دی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نشته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او دا پرېکړه به عملي کېږي. یوناما پرون چهارشنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې ...

Read More »

یوناما له خپلو کارکوونکیو غوښتي، څو دفترونو ته دې نه راځي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما به نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي څو په دې اړه چې ولې یې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکي په دې هېواد کې له کار کولو منع کړي، وضاحت ورکړي. ملګرو ملتونو پرون سې شنبې ...

Read More »

خلیلزاد: طالبان دې د دوحې خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوناما پر ښځینه کارکونکیو د کار بندیز په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه کارکوونکیو د کار بندیز په اړه د طالبانو دا پرېکړه غلطه ده. ده پر ټویټر لیکلي: “دا ...

Read More »

ملګري ملتونه: ‘افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کارکوونکیو بندیز به اړمنو افغانانو ته زموږ پر مرستو اغېز وکړي’

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د ...

Read More »

روانه میاشت سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه په ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي. ټاس خبري اژانس د افغانستان ...

Read More »