د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وايي، څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي. د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریز نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په یوه چارټر پرواز کې ۳۰۹ افغانان چې په افغانستان کې د کاناډا د پوځ ...
Read More »د اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه نوې جوپه کابل ته رسېدلې
له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه نوې جوپه پرون کابل ته ورسېده. د بحرانونو د مدیریت لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر او د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو مسوول ینیز لینارچیچ پرون چهارشنبې په یوه ټويټ کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ...
Read More »ملاله: افغانستان کې د اټکل خلاف “د نجونو زدکړو ټول پرمختګونه له منځه وړل شوي”
د سولې نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، داسې هېڅ اټکل یې نه کاوه چې د افغانستان ټولې نجونې به له زدکړو راګرځول کېږي او دې برخه کې به ټول هغه پرمختګونه له منځه ځي چې تېرو کلونو کې تر لاسه شوي وو. اغلې ملالې دغه څرګندونې په نایجیریا ...
Read More »په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو پر فعالیتونو بندیز ولګید
سرپرست حکومت په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ادارو د فعالیتونو د درېدو امر کړی. سرپرست حکومت نن سهار په ټول افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ. د سرپرست حکومت ویاند ...
Read More »کابل کې له نشهيي توکو رغېدلو ته د حرفوي زدهکړو مرکز پرانیستل شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا له نشه یې توکو د راګرځول شویو کسانو لپاره د یاد وزارت په چوکاټ کې د فني او حرفوي زدکړو مرکز پرانیستل شو. د یاد وزارت مسوولین وایي چې په دې مرکز کې ۵۳۰ کسانو ته په کې د فنی او حرفوي ...
Read More »پیرو کې یو شمېر افغان کډوال له قاچاقچیانو ژغورل شوي دي
سویلي امریکا کې د پیرو جمهوریت چارواکي وایي چې ۲۳ افغان کډوال یې د انساني قاچاقچیانو له منګولو ژغورلي دي. د پیرو لویې څارنوالۍ یوه اعلامیه کې ویلي دغه کسان برازیل سره پولې ته څېرمه په ‘مادرې دې دیوس سیمه’ کې د پولیسو په همکارۍ ترسره شویو عملیاتو کې ژغورل ...
Read More »د خواړو نړیوال پروګرام: د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د روان زېږیز کال په اوږدو ۱۲ هېوادونو او مرستندویه بنسټونو له افغان ولس سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د دغه پروګرام مسوولین زیاتوي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې مېلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او په ...
Read More »امریکا کې د یو افغان وژنه؛ پولیسو د عاملانو نیونې لپاره ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی
یو افغان وګړی د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې په ډزو وژل شوی دی. د واشنګتن ډي سي پولیسو پرون تایید کړه چې د نصرت احمدیار په نوم دغه افغان دوشنبه په نیمه شپه د واشنګتن په شمال ختیځه څنډه کې په ډزو ویشتل شوی او ځای په ...
Read More » نيوزيلنډ: له افغانستان سره ۱۱ ميلیونه ډالره مرسته کوو
د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا پرون اعلان کړی چې هېواد یې ملګرو ملتو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکوي چې په افغانستان کې یې پر بشري چارو ولګوي. نوموړې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له سخت بشري بحران سره مخ دی او په دریو کې ...
Read More »د زدکړو فعال مطیع الله ویسا پر زنداني کېدو نیوکې
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، سرپرست حکومت له کوم جرم پرته د زده کړو فعال مطیعالله ویسا له څه باندې درېیو میاشتو راهیسي زنداني کړی دی. د دغه سازمان د ښځو د چارو مسوولې هیدر بار پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویسا له ډېرې مودې راهیسې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس