Home » افغانستان (page 76)

افغانستان

هېواد کې د خوارځواکۍ پراخېدو ته د ډاکټرانو اندېښنه

په هېواد کې یو شمېر ډاکټرانو د خوارځواکۍ پراخېدو ته اندېښنه ښودلې او وایي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي. او همدا راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف)  افغان ماشومان د نړۍ تر ټولو زیانمن ماشومان بللي او زیاته ...

Read More »

د پاکستان له محبسونو ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي

په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له محبسونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان له دې سره سره په پاکستان کې نیول شوي وو چې قانوني اسناد یې لرل. دغه وزارت ...

Read More »

هند کې افغان زدکړیالانو د ویزو د مودو غځول غوښتي

په هند کې سلګونو افغان محصلانو، چې د وېزو موده یې پوره شوې، پرون په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل چې د دوی د ویزو موده وغځوي. افغان محصلان وايي، سره له دې چې زده کړې یې بشپړې شوي نه دي، خو له دې کبله چې ...

Read More »

د نړۍ ۷۰۰ میلیون وګړي خوړو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې څه باندې ۷۰۰ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه څنګه ترلاسه کړي. دغې ادارې پرون پنجشنبه ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره تقاضا په داسې وخت کې سخته زیاته شوې، چې ...

Read More »

تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

 تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه. تورخم دروازه له ۹ ورځو بندیدو وروسته نن جمعه د خلکو او تجارتي ګاډو پر مخ پرانیستل شوه. د دروازې له پرانیستل کېدو سره دواړه غاړو ته په تمه خلک پورې وتل او بار وړونکو ګاډو ...

Read More »

په کابل کې د چین نوي سفیر خپل باورلیک رییس الوزرا ته وسپاره

د سرپرست حکومت ویاند پر خپله اېکس( ټویټر) پاڼه لیکلي، چې د چین نوي سفیر «جاو شینګ» خپل بارو لیک نن په ارګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سرپرست حکومت رییس الوزرا ته وسپاره. په ارګ کې په همدې مناسبت جوړه شویو مراسموکې چې د بهرنیو ...

Read More »

افغانستان کې د داعش خلاف د طالبانو مبارزه د ستایلو ده

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د داعش ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د ا.ا،ا مبارزه ستایلې او بریالۍ بللې ده. ټام وېسټ د اسټیمسون په نوم د مطالعاتو یوه امریکايي مرکز ته د وینا پرمهال ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې طالبانو د داعش ...

Read More »

د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره د بسپنې غوښتنه کړې

د خوړو نړیوال پروګرام یا ‘ډبلیو ایف پي’ یوځل بیا په راروان ژمي کې د افغانستان له اړو خلکو سره د مرستې لپاره له مرستندویو هېوادو څخه د بسپنې غوښتنه کړې. په افغانستان کې د دې سازمان څانګې نن پر خپل ایکس شبکه په یوه بیان کې ویلي چې دا ...

Read More »

چارواکي: تورخم دروازه بنده ده؛ مسافر دې تګ راتګ نه کوي

د ننګرهار ځايي چارواکي د خبرپاڼې په خپرولو وايي، چې تورخم دروازه نن سې‌شنبه هم تړلې ده. په دې تړاو خپره شوې خبرتیا کې له عامو خلکو او مساپرو غوښتل شوي، چې د دروازې تر پرانیستل کېدو پورې دې تورخم ته تګ راتګ نه کوي.‌ خو ویل شوي چې د ...

Read More »

پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې زورزیاتی؛ په سند کې ګڼ شمېر افغانان نیول شوی

په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا د افغانانو نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او ګڼ شمېر هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد لري. پاکستاني قاضیانو ویلي چې نیول شوي افغانان به د دوی د اسنادو د ریښتنولۍ تر معلومولو ...

Read More »