ايراني چارواکي وايي، له نږدې دوو مياشتو راهيسې يې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت او راجسټر لړۍ پيل کړې او په خبره يې تمه ده، چې د يادې لړۍ تر بشپړېدو پورې به ټول هغه افغان کډوالو راجسټر شي، چې ايران ته کډوال شوي دي. د ...
Read More »ماليې وزارت د روان مالي کال ملي بوديجې طرحه اعلان کړه
د سرپرست حکومت وزيرانو شورا نن شنبه د (غويي په ۲۴مه) د روان ۱۴۰۱ مالي کال بوديجه تصويب کړه او اړوند ارګانونو ته يې په منظمه توګه د يادې بوديجې د لګولو سپارښتنه وکړه. له دې سره ماليې وزارت هم د بوديجې طرحې د ارزښت په اړه جزيات خپاره کړي ...
Read More »جان بولټن: له افغانستان څخه د سرتېرو ويستل د امريکا ستراتيژيکه تېروتنه ده
د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن د دې هېواد د اوسني ولسمشر پر هغې تګلارې نيوکه کړې، چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل. نوموړي له امريکا غږ سره په تازه مرکه کې ويلي، چې د ولسمشر بايډن ...
Read More »سرچينه: په کابل کې د پاکستان او ټيټيپي ترمنځ مذاکرات روان دي
د پاکستان يوې معتبرې سرچينې ويلي، چې د پاکستان يو پلاوی افغانستان ته په سفر تللی او دغلته يې د افغان ط.البانو په منځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان ډلې سره مذاکرات د سولې مذاکرات پيل کړي دي. دې سرچينې د نومو نه ښودلو په شرط له مشال راډيو سره په ...
Read More »د روسيې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان پر وضعيت غږېدلي
د روسيې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی چې د تاجکستان او روسيې ولسمشرانو پرون جمعه د (غويي په ۲۳مه) د افغانستان-تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې پر وضعيت خبرې کړې دي. ټاس خبري اژانس د تاجکستان د ولسمشر دفتر په حواله لېکلي، چې امام علي رحمان او ولاديمير پوتين په افغانستان ...
Read More »سېګار: واک ته د طالبانو له رسېدو سره د داخلي بېځايه شوو شمېر زيات شوی
د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي سرمفتش يا سېګار په خپل تازه راپور کې چې نن پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) يې خپور کړی، په افغانستان کې واک ته د طالبانو په دويم ځل له رسېدو سره په کور دننه د بېځايه شوو کسانو د شمېر ...
Read More »ګوټيريش په افغانستان کې د ترهګرۍ احتمالي احيا کېدو خبرداری ورکړی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش د افغانستان په اړه خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې وضعيت ته په کتو سره په دې هېواد کې د ترهګرۍ د بيا احيا کېدو زيات احتمال شته. نوموړي پرون په هسپانيې کې د ترهګرۍ ضد يوې غونډې ته ويلي، چې د اقرېقا په ...
Read More »حامد کرزی: افغانانو تل له خپل دود سره سم حجاب مراعت کړی
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو له ځانګړې استازې ډيبرا لاينز سره لېدلي او د افغانستان اوسني وضعيت پر بېلابېلو اړخونو يې بحث کړی. حامد کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادې ليدنې پرمهال له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځيو ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي
ټاکل شوې نن پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي او په دې ناسته کې به د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسئلو بحث وشي. په ملګرو ملتون کې د افغانستان استازولۍ د مالوماتو له مخې، د يادې ناستې ...
Read More »امريکا او تاجکستان د افغانستان مخکيني پوځ د چورلکو په اړه پرېکړه کوي
امريکايي او تاجکستاني چارواکي د افغانستان مخکيني هوايي ځواک د هغو چورلکو د برخليک پر سر خبرې کوي، چې د تېر نظام پرځېدو پرمهال تاجکستان ته بېول شوې دي. په دوشنبې کې د امريکا سفير جان مارک پوميرشيم پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) يوې غونډې ته ويلي، چې دامهال ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس